ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا اوسېدونکي: کرونا او بېوزلۍ اختر ډېر پيکه کړی و

د پکتيا اوسېدونکي: کرونا او بېوزلۍ اختر ډېر پيکه کړی و

author avatar
27 May 2020 - 11:09
د پکتيا اوسېدونکي: کرونا او بېوزلۍ اختر ډېر پيکه کړی و
author avatar
27 May 2020 - 11:09

ګردېز (پژواک، ۷ غبرګولى ٩٩): د پکتيا ولايت اوسېدونکي وايي چې له اختره مخکې جګړو، چاودنو او د کرونا وبا د اختر په خوښۍ ډېر منفي اغېز کړی او خورا پيکه و چې د واقعي خوښۍ په توګه يې ونه شو لمانځلى.

دوی له جګړې او کرونا سربېره بېوزلي بله لويه ستونزه يادوي او وايي چې ډېر خلک آن د ژوند لومړنۍ اړتياوې نه شي پوره کولای.

په ګردېز کې يو تن خياط ښايسته ګل احمدزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې څو ځله داسې اخترونه راغلي، چې په خبره يې په جګړو کې ځوانان وژل شوي او نوې ګنډلې جامې يې ور سره پاتې شوې دي.

احمدزي وويل:((اخترونه ډېر بې خونده شوي، جګړو له موږ د اختر ټولې خوشحالۍ اخيستې دي. جګړې له چا ورور، پلار او تره اخيستي او ځينې يې زخميان کړي دي چې لاس او پښې نه لري، نو نن سبا اخترونه ډېر بې خونده دي او تېر اختر هم همداسې و.))

د ګردېز اړوند د چوڼۍ سيمې اوسېدونکي احمدالله وايي چې دوه کاله وړاندې د اوربند له اختر پرته يې بيا د اختر واقعي خوښي نه ده حس کړې؛ ځکه په خبره يې خلک نه شي کولای چې په ډاډه زړه خپلو خپلوانو او سيمو ته ولاړ شي، که څه هم دې اختر کې هم اوربند و ، خو سیمو ته تګ راتګ نه و په کې.

نوموړی وايي: ((جګړه د ټولو بدبختيو سرچينه ده. غريبي دومره زياته شوې چې انسان يوې شېبې سکون او آرامۍ ته هم نه پرېږدي. د جګړې او کرونا له امله خلک حتی د خوړلو لپاره څه نه لري، نو په داسې حالت کې به اختر څه اختر وي.))

د احمدابا ولسوالۍ اوسېدونکي زين الله رودوال پژواک ته وويل چې کرونا خلک له ګڼو تشويشونو سره مخ کړي او له دې امله ډېرو خلکو د خپلو، خپلوانو او کليوالو کورونو ته له ورتګ او بنډارونو جوړولو څخه ډډه وکړه.

رودوال زياته کړه: ((اختر په ناسته، مجلسونو، ملګرو او خپلوانو ليدو او چکرونو اختر وي، خو په دې تېر اختر کې د کرونا له امله دا يو هم نه و. نو زموږ زړونه دجګړې، غريبۍ او کرونا له امله له غمونو نه دي خلاص.))

ديني عالم مولوي خالقداد حقاني له وسله والو طالبانو غواړي چې د اختر د ورځو په څېر جګړه ودروي او له سياسي لارې په دولت کې د ادغام په وسيله د کرونا په کنټرول او د بېوزلۍ په ختمولو کې همکاري وکړي.

حقاني پژواک ته وويل: ((اختر الهي خوشحالي ده چې الله تعالی مسلمانانو ته ورکړې او دا د خلکو مسلم حق دی چې دا خوښي په ارام زړه ولمانځي. هيله مو دا ده چې دولت هم انعطاف وکړي او طالبان هم نور د دې مسلمان ملت مشکلاتو ته وګوري، سوله وکړي چې الله تعالی پر موږ او تاسې رحم وکړي.))

د یادونې ده چې خلک د اختر د ورځو په څېر د دوامداره اوربند غوښتوونکي دي، ترڅو د سولې مخامخ بین الافغاني خبرو ته لار هواره او د تل لپاره نور په دې هېواد کې جګړه پای ته ورسیږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.