ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شرق: له کرونا سره د مقابلې لپاره ځینو ولایتونو ته له ځانګړې شوې بودیجې غلاوې شوي

شرق: له کرونا سره د مقابلې لپاره ځینو ولایتونو ته له ځانګړې شوې بودیجې غلاوې شوي

author avatar
27 May 2020 - 20:20
شرق: له کرونا سره د مقابلې لپاره ځینو ولایتونو ته له ځانګړې شوې بودیجې غلاوې شوي
author avatar
27 May 2020 - 20:20

کابل (پژواک، ۷ غبرګولی ۹۹): د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، سندونه ښیي له کرونا سره د مقابلې لپاره ځینو ولایتونو ته له ځانګړې شوې بودیجې غلاوې شوي، خو د سیمه ییزو ارګانونو اداره دغه څرګندونې ناسمې بولي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتي چارو مرستیال عبدالمنان شیوای شرق نن کابل کې د عامې روغتیا وزارت او کابل ولایت له چارواکو سره په ګډه خبري ناسته کې وویل چې دغه وزارت د ۳۴ ولایتونو د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو په مرسته د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د حکومت د لګول شویو پیسو په اړه ارزونه کړې ده.

دی وايي چې د دغې ارزونې او څېړنې له مخې، په ډېرو ولایتي ادارو کې د والیانو تر څارنې لاندې د کرونا مقابلې لپاره تدارکاتي پیسې غلا شوې دي.

هغه زیاته کړه:"د بېلګې په توګه، کابل کې مو د ناروغانو لپاره یو چپرکټ بیه کړ چې اسناد یې هم لرو، سره له توشکې او بالښته په ۷۲۰۰ افغانۍ پېرل کېږي، خو بدخشان ولایت ته په رسېدو سره چې ټول مسوولین په کې ښکېل دي؛ ۴۸ زره افغانۍ تمام شوی."

ده له ولسمشرۍ ماڼۍ او د کرونا مخنیوي له دولتي کمېسیون څخه وغوښتل چې په دې برخه کې جدي څېړنه وکړي؛ ځکه په خبره یې نه یوازې په دې برخه کې فساد شوی، بلکې اړو کسانو ته د وچې ډوډۍ د وېش په بهیر کې هم ځیني شکایتونه دوی ته رسېدلي دي.

نوموړی وايي:"هغه بودیجه چې ولایتونو ته له کرونا سره مقابلې لپاره ځانګړې شوې، په سم ډول نه مصرفیږي؛ که لګول کېږي هم نو ډېر جزئیات یې له خلکو سره نه دي شریک شوي."

ده وویل:"د یوي بورۍ اوړو بیه ۱۷۳۰ افغانۍ ورکړل شوې، د ولایت له رهبرۍ سره په تفاهم، اوس نانوایي ګانو ته یوه بورۍ په ۲۳۰۰ افغانۍ ورکول کیږي."

د سیمه ییزو ارګانونوخپلواکې ادارې ویاند سید سقیم شاه پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې اړه دغې ادارې تر اوسه داسې کوم معلومات نه دي ترلاسه کړي، خو چې پوه شي داسې کوم څه شوي نو ژر به یې په اړه اقدام وکړي. 

دی وايي، ټولو ولایتونو له کرونا سره د مقابلې لپاره خپله اړونده بودیجه سمه کارولې او که بیا هم له دغې ادارې سره د فساد په اړه راپور شریک شي، په فساد کې ښکېل چارواکي به عدلیي او قضايي ادارو ته ور وپېژني.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.