کابل (پژواک، ۷ غبرګولی ۹۹): ولسمشر غني د امنیتي ځواکونو د قربانیانو وارثینو ته د رسېدنې هڅې کافي نه بولي، وایي هغوی ته د چټکې مرستې رسېدنې لپاره باید په قوانینو کې اړین اصلاحات رامنځته شي.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشرمحمد اشرف غني نن ماسپښین د امنیتي او دفاعي بنسټونو چارواکو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو وارثینو ته د رسېدنې پروسې په اړه خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي, په دې غونډه کې چې د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمد الله محب هم حضور درلود، لومړی د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو چارواکو د امنیتي او دفاعي ځواکونو د وژل شویو کسانو د معلوماتي ډېټابېس ترتیبولو، د هغوی د وارثینو د اسنادو درج کولو او د امنیتي او دفاعي بنسټونو د ګډې پالیسۍ پر اساس د هغوی د وارثینو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ورکو شویو او بندي سرتېرو د دوامداره ملاتړ په اړه راپور ولسمشر ته وړاندې کړ.
د خبرپاڼې له مخې هغوی ویلي چې یاد ډېټابېس د بشپړېدو په حال کې دی او د امنیتي او دفاعي بنسټونو د ګډې پالیسۍ پر اساس به د دغو ځواکونو د قربانیانو د وارثینو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ورکو شویو او بندي سرتېرو دوامداره ملاتړ کېږي.
سرچینه لیکي چې په دغه وډيو کنفرانس کې ولسمشر په چټکۍ د امنیتي ځواکونو د قربانیانو وارثینو ته په رسېدنې ټینګار کړی او زیاته کړې يې ده:« ترسره شوي اقدامات کافي نه دي، د امنیتي ځواکونو د شهیدانو د وارثینو حق پر موږ زیات دی او هغوی ته رسېدنه زموږ لوی مسوولیت دی. په دې برخه کې د وخت ضایع کېدل او کم کاري په هېڅ ډول د منلو وړ نه ده.»
هغه د امنیتي او دفاعي بنسټونو چارواکو ته لارښوونه کړې ترڅو په قوانینو او بیروکراسۍ کې چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیانو وارثینو ته د رسېدنې په بهیر کې د ځنډ لامل ګرځي، اصلاحات رامنځته شي تر څو پر وخت له هغوی سره مرسته وشي.
ولسمشر د امنیتي او دفاعي ځواکونو ټپیانو ته پر رسېدنې هم ټینګار کړی، ویلي یې دي:«د امنیتي ځواکونو قرباني سپېڅلی ارزښت لري او هغوی ته باید د حقوقو، امتیازاتو او د هغوی له وارثینو سره د مرستو په برخه کې هېڅ ډول ځنډ او کم کاري ونه شي.»
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن