ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له زندانه خوشې شوي طالبان: د جګړې او سولې پرېکړه د مشرانو په لارښوونه کوو

له زندانه خوشې شوي طالبان: د جګړې او سولې پرېکړه د مشرانو په لارښوونه کوو

author avatar
27 May 2020 - 20:28
له زندانه خوشې شوي طالبان: د جګړې او سولې پرېکړه د مشرانو په لارښوونه کوو
author avatar
27 May 2020 - 20:28

کابل (پژواک، ۷ غبرګولی ۹۹) : دافغانستان د حکومت له خوا تازه خوشې شوي یو شمېر طالب بندیان وایي چې د جګړې ډګر ته د بېرته ګرځېدو یا په سوله کې د ژوند کولو پرېکړه به د مشرانو په لارښوونه کوي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې تر تړون وروسته باید د بین الافغاني مذاکراتو تر پیلېدو مخکې افغان حکومت د طالبانو پنځه زره بندیان او طالبانو زر تنه دولتي بندیان خوشې کړي وای.

د افغانستان حکومت تر اختره مخکې زر تنه بندیان خوشې کړي وو، خو دا چې طالبانو په اختر کې د اوربند غوښتنه ومنله، نو ولسمشر اشرف غني د ښه نیت له امله د زرو نورو طالب بندیانو د خوشې کولو اعلان وکړ، چې سل تنه یې د اختر په شپه او ۹۰۰ بندیان یې پرون د کابل د څرخي پله او بګرام زندانونو په ګډون د هېواد د ۱۸ ولایتونو له زندانونو څخه خوشې شول.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي چې له خوشې کېدونکو بندیانو ژمنه او سوګند اخیستل کیږي، چې بیا به ټوپک نه اخلي او د جګړې لیکو ته به نه ځي، او خوشې کېدونکي بندیان پر دې سوګند پاڼه لاسلیک کوي.

خو پرون یو شمېر خوشې شويو بندیانو ویلي چې د جګړې او سولې پرېکړه به د مشرانو پر لارښوونې کوي.

د کندوز ولایت یو تن اوسېدونکي طالب زنداني محمد رسول چې پرون له بګرام زندان څخه خوشې شوی، بي بي سي ته ویلي چې د خپلې راتلونکې کړنلارې په اړه به د مشرانو د سپارښتنو او لارښوونو له مخې پرېکړه کوي.

هغه زیاته کړې چې له تېرو اتو کلونو راهیسې په زندان کې و، چې یواځې پنځه کاله یې د بګرام په زندان کې تېر کړي دي.

محمد رسول ویلي، اته کاله پخوا له خپل کور څخه نیول شوی ، لومړي دري کلونه یې په بېلا بېلو زندانونو کې تېر کړل او بیا یې بګرام ته انتقال کړ.

ددې پوښتنې په ځواب کې چې د خپل راتلونکي په اړه څه پلان لري، محمد رسول وایي : (( تر اوسه خو زه د زندان له دروازې بهر نه یم وتلی، کله چې ووتلم، حالاتو ته په کتلو به پرېکړه کوم، موږ تل د خپلو مشرانو اطاعت کړی، د جګړې یا سولې پرېکړه د هغوی له لارښوونې سره سمه کوو.))

خو ده په ډاګه کړه چې شخصي هیله یې سوله ده ځکه چې ټول افغانان همدا غواړي.

یو شمېر نورو خوشې شویو بندیانو هم ویل چې د خپلو مشرانو په لارښوونو به عمل کوي، خو هغوی داهم ویل چې د جګړې په ډګر کې نه ، بلکې له خپلو کورونو څخه نیول شوي دي .

د بي بي سي د راپور له مخې، اکثره خوشې شوي بندیان ځوانان دي او د خپل بند ډېری برخه یې په زندان کې تېره کړې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.