ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په امنیتي ارګانونو کې کمزورتیا او بې پروایي د هدفي وژنو لامل شوي “

“په امنیتي ارګانونو کې کمزورتیا او بې پروایي د هدفي وژنو لامل شوي “

author avatar
27 May 2020 - 12:12
“په امنیتي ارګانونو کې کمزورتیا او بې پروایي د هدفي وژنو لامل شوي “
author avatar
27 May 2020 - 12:12

کابل(پژواک، ۷ غبرګولی ۹۹): یو شمېر هېوادوال او د نظامي چارو کارپوهان د ترور او هدفي وژنو پر زیاتوالي داندېښنې څرګندولو ترڅنګ نیوکه کوي چې په امنیتي سکتور کې سلیقوي ګومارنې او د مسوولینو بې پروایۍ هره ورځ له خلکو قرباني اخلي.

له کلونو راهیسې په افغانستان کې ترور او هدفي وژنې ادامه لري، پخوا به دولتي مسوولین او حکومتي کسان ترور کېدل، خو په دې وروستیو کې ددوی ترڅنګ دیني عالمان، قومي مشران، مدني فعالان، لمونځ کوونکي، تعویذ لیکونکي او په ټولنه کې اغېز لرونکي کسان او مخور ترور کیږي.

په دې وروستیو کې وسله والو کسانو په پروان، خوست، لغمان او کابل ولایتونو کې پر لمونځ کوونکو بریدونه کړي، خو تر اوسه د برید کوونکو د نیولو په اړه هیڅ راپور نه دی ورکړل شوی.

دغه راز په کاپیسا کې د دوو تعویذ لیکونکو، په کاپیسا کې څو تنه د جوماتونو ملا امامان، د افغانستان د علماوو شورا د مشر مولوي قیام الدین کشاف زوی چې د سترې محکمې اداري رییس هم و، په کابل کې د یو ملا امام وژل، په بغلا ن کې د حزب اسلامي د پخواني قوماندان وژل، په نیمروز کې د یو قومي مشر وژل، په پکتیکا، پکتیکا او میدان وردګو ولایتونو کې د څو تنو قومي مشرانو وژل ، په کابل کې پرون د جاپان د سفارت د یوتن افغان کارکوونکي په ګډون د لسګونو کسانو وژل، هغه پېښې دي چې تازه په دې وروستیو کې رامنځته شوې دي.

دغه راز درې ورځې مخکې د کابل په دوولسمه حوزه کې یو پولیس ووژل شو او بل یې ټپي شو، ددې ترڅنګ دکابل په پنځمه حوزه کې هره میاشت لسګونه قومي مشران ، دولتي ملکي او نظامي کارکوونکي په هدفي وژنو کې وژل کیږي. 

د کابل ددوولسمې حوزې تر پېښې وروسته د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي د هغو حوزو امرانو ته ګواښ وکړ چې که د موټرسایکل سپرو په وسیله هلته ترور وشي، نو امر یې منفکیږي.

له هدفي وژنو د هېوادوالو اندېښنې:

یو شمېر هېوادوال پرهدفي وژنو اندېښنه ښيي او په دې برخه کې د امنیتي سکتور کمزورتیا او بې پروایي په ګوته کوي.

د کاپیسا د البیروني پوهنتون استاد توفیق عظیمي وایي چې په دې وروستیو کې د دوو ملا امامانو په ګډون شپږ تنه ددغه ولایت په لومړۍ او دویمه حصه ولسوالیو کې وژل شوي دي .

خو هغه پژواک اژانس ته وویل چې ددوی ترڅنګ تراوسه د ګڼ شمېر وژنو او ترورونو عاملین نه دي نیول شوي.

ده زیاته کړه : « دغو هدفي وژنو د کاپیسا ولایت اوسېدونکي اندېښمن کړي او خلک اوس په ډاډه زړه له کورونو څخه نه شي وتلی .»

د پروان ولایت د مرکز چاریکارو ښار یوتن اوسېدونکي زلمي پژواک ته وویل، له هغه وروسته چې وسله والو هلته پر لمونځ کوونکو برید کړی په خپله او یو شمېر نور کسان جومات نه دي تللي.

د هغه په وینا، امنیت دومره خراب شوی چې دوی اوس د ورځې پر مهال هم له کورونو څخه نه شي وتلی ، ځکه که ووځي بېرته په خوندي توګه کور ته دتګ هیله نه لري.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی امین الله وایي، څه موده مخکې د سهار په شپږو بجو د پنځلسمې حوزې په نیم کیلومترۍ کې وسله والو یوتن ووژل شو، پولیس خبر هم شول، خو درې ساعته وروسته د پېښې ځای ته راغلل.

ده زیاته کړه چې د حوزو پولیس له مجرمینو سره لاس لري، که چېرې داسې نه وي، ولې د پېښې ځای ته ژر نه رسیږي.

امین الله د پولیسو له ناسمې رویې هم شکایت کوي او وایي، که چیرې کوم عادي وګړی یو ټپي روغتون ته یوسي او لاره کې مړ شو، نو بیا د پولیسو له شره نه خلاصیږي او په اوونیو اوونیو ترې پلټنې کوي.

د کابل ښار د پنځمې حوزې یوتن اوسېدونکی محمد بشیر وایي چې هلته هره میاشت لسګونه کسان په هدفي وژنو کې وژل کیږي چې په کې د عدلي او قضایي ادارو رییسان او کارکوونکي، امنیتي افسران، قومي مشران وغیره شامل دي.

هغه پژواک ته وویل چې د وردګو دوه تنه مهم قومي مشران له دې حوزې وتښتول شول چې بیایې مړي په میدان وردګو کې وموندل شو.

دی وایي چې د روژې په وروستیو کې په کمپنۍ بازار کې د ملي ا ردو دوه افسران ووژل شول.

یو شمېر هېوادوال وایي چې هر کال سلګونه کسان په هدفي وژنو کې وژل کیږي، خو تر اوسه دوی د لسو عاملینو د نیول کېدو خبر هم نه دی اورېدلی.

د ننګرهار ولایت یوتن اوسېدونکی میرویس احمد وایي چې هلته دداعش له رامنځته کېدو سره سم لسګونه دیني عالمان، قومي مشران ، سیاسي خلک او مدني فعالان په مرموز ډول په هدفي وژنو کې وژل شوي دي.

خو هغه زیاتوي چې تر اوسه د هیڅ یو قاتل نه دی نیول شوی او خلک په تیارو کې ساتل شوي دي. 

د نظامي چارو کارپوهانو نیوکې:

د نظامي چارو شنونکي د هدفي وژنو پر زیاتېدو د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ نیوکه کوي چې ددې ترورونو ترشا د ترهګرو ډلو، د پاکستان په ګډون د بهرنیو هېوادونو لاسونه دي او غواړي له دې کار سره خپلو موخو ته ورسیږي.

د نظامي چارو کارپوهه جنرال عتیق الله امرخېل نیوکه کوي چې حکومت د هدفي وژنو په مخنیوي کې پاتې راغلی او زیاتوي چې په وروستیو کلونو کې ۶۰۰ قومی مشران یواځې په کندهار کې وژل شوي دي.

  د هغه په وینا، دغه راز نورې هدفي وژني په نورو ختیځو، شمالي او لوېدیځو ولایتونو کې رامنځته شوې دي.

جنرال امرخېل د وروستیو هدفي وژنو موخه د هغو کسانو له منځه وړل په ګوته کوي چې په ټولنه کې اغېزه لري او عاملین یې غواړي چې په افغانستان کې د دا ډول خلکو د پرمختګ مخه ونیسي.

نوموړی په دې کار کې امنیتي ارګانونه ګرم ګڼي او زیاتوي چې هلته په سلیقوي توګه د مسوولینو ګومارنه او د حکومت د مشرانو له خوا د واک په وېش کې د ناسمو کسانو ګومارل ددې کارونو ترشا مهم رول لوبوي.

د هغه په وینا، له همدې امله حکومت د هدفي وژنو پر وړاندې مبارزه کې ناکام شوی دی.

دغه سیاسي شنونکی وایي، له بده مرغه کوم مسوولین چې د سیاسي توافق له مخې ټاکل کیږي، هغوی خپلې دندې په سمه توګه پرمخ نه وړي ، هغوی ډېری مهال د شخصي ګټو په غم کې وي.

ده زیاته کړه: « د حکومت د مشرانو دغه کړنه ددې لامل شوې چې ادارې پیاوړې نه، بلکې مشارکتي وي، ځکه دغه مشران د خلکو په غم کې نه دي، د ادارې د قوت د فکر پرځای، بلکې د مشارکتي سهم او د خپل ځان په فکر کې وي. »

د بشري حقوقو اندېښنه:

د افغانستان د بشري حقوقو خپلواک کمېسیون هم د هدفي وژنو پر زیاتېدو اندېښنه څرګندوي او له حکومت څخه یې پر وړاندې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

ددغه کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله فرهنګ پژواک ته وویل چې دوی د وروستیو هدفي وژنو په اړه څېړنې ترسره کړې دي.

هغه زیاته کړه چې دا څېړنې د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب د میاشتې له ۱۰ مې څخه د روان کال د وري تر ۲۵مې نېټې پورې دي.

د فرهنګ په وینا، ددوی څېړنو موندلې چې په یاده موده کې د اتو ښځو او اتو ماشومانو په ګډون ۸۳ ملکیان وژل شوي او د ۱۵ ښځو او ۱۶ ماشومانو په ګډون ۱۱۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

نوموړي له دې وژنو څخه د ۵۰ سلنې مسوولیت پر طالبانو اچوي او پاتې نور یې دداعش ډلې او نورو نامعلومو وسله والو له خوا ترسره شوي دي.

د بشري حقوقو د کمېسیون مرستیال ویاند وایي چې په یاده موده کې ۳۵کسان د طالبانو له خوا یرغمل نیول شوي چې تر اوسه یې برخلیک نه دی معلوم.

دی زیاتوي، دجنیوا د څلورو کنوانسیونونو د ګډې اعلامیې ددرېیمې مادې له مخې، د ملکي وګړو وژل او یرغمل نیول او یا دهغو کسانو چې په جګړو او شخړو کې ګډون نه لري، منع دي او د نړیوالې جزایي محکمې له مخې جنګي جنایت ګڼل کیږي.

د کورنیو چارو وزارت :

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین هم هدفي وژنې تاییدوي او زیاتوي چې په وروستي یو کال کې ۱۶۹ جرمي پېښې په کابل کې ترسره شوې چې په تړاو یې ۱۳۶ کسان نیول شوي او دوسیې یې عدلي او قضایي ارګانونو ته استول شوې دي.

د هغه په وینا، په وروستیو درېیو میاشتو کې په ټول هېواد کې ۳۰۰۰ جرمي پېښې ثبت شوې چې په تړاو یې ۳۵۰۰ کسان نیول شوي دي.

ارین وایي چې د تېر کال په وروستیو درېیو میاشتو کې څلور زره جرمي پېښې ثبت او په تړاو یې ۵۶۰۰ کسان نیول شوي وو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند ادعا کوي چې په دې وروستیو درېیو میاشتو کې په ټول هېواد کې جرمي پېښې کمې شوې دي.

خو ده زیاته کړه چې طالبانو خپل بریدونه زیات کړي او د قطر تر تړون وروسته یې ۵۲۳ ملکي وګړي   وژلي او ۱۱۴۴ نور يې ټپیان کړي دي.

هغه هېوادوالو ته ډاډ ورکړ چې امنیتي ځواکونه به د خپل سر په بدل کې د هغوی امنیت ساتي او د جرمونو کچه به ټیټوي.

خو طارق ارین په دې اړه چې پولیس له مجرمینو لاس لري او یا په امنیتي سکتور کې کمزورتیا شته، له پژواک سره معلومات شریک نه کړل.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.