د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ترکمنستان په تورغونډۍ او اندخوی بندرونو کې د کرونا د چټکې معاینې مرکزونه جوړوي

ترکمنستان په تورغونډۍ او اندخوی بندرونو کې د کرونا د چټکې معاینې مرکزونه جوړوي

May 27, 2020 - 16:38

کابل (پژواک، ۷ غبرګولی ۹۹):ترکمنستان په تورغونډۍ او اندخوی بندرونو کې د کرونا ویروس د چټکې معاینې دوه مرکزونه جوړوي او پر دغه لار پر تلونکو لاریو د عفونت ضد درمل شیندي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږی.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې, تر اوسه افغانستان کې۱۲۴۵۶ تنه په کرونا ویروس اخته شوي, له دې ډلې ۲۲۷ تنه مړه شوي او ۱۱۳۸ نور بېرته روغ شوي دي.

د ولسمشر د ویاند دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني، نن له غرمې مخکې د ټيلېفوني اړیکې له لارې د ترکمنستان له ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ترکمنستان په خپل لګښت او ظرفیت غواړي په تورغونډۍ او اندخوی بندرونو کې د کرونا ویروس د چټکې معاینې دوه مرکزونه جوړکړي او همدا راز ټولې هغه لارۍ او کاروانونه چې له دې بندرونو څخه تېرېږي درمل پرې شیندي.

سرچېنه زیاتوي، ولسمشرغني د ترکمنستان له دغې مرستې مننه کړې او دغه اقدام یې د کرونا ویروس د خپرېدو دمخنیوي په برخه کې مهم بللی دی.

غني ویلي چې دغه موضوع دې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه تعقیب شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دواړو هېوادونو ولسمشرانو په دې ټیلېفوني مکالمه کې، د سیمه ییزو اقتصادي اړیکو د پراختیا او د ترانزیټي ستونزو د حل په اړه بحث او خبرې کړې دي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan