ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار په  اتو ولسواليو کې کوکنار کرل شوي

د ننګرهار په اتو ولسواليو کې کوکنار کرل شوي

author avatar
27 May 2020 - 10:35
د ننګرهار په  اتو ولسواليو کې کوکنار کرل شوي
author avatar
27 May 2020 - 10:35

جلال اباد (پژواک،۷ غبرګولی ۹۹): که څه هم د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې یې د کوکنارو د کښت د مخنيوي لپاره جدي کمپاين تر سره کړی، خو بيا هم په اتو ولسواليو کې کوکنار حاصل ته رسېدلي دي.

کروندګر وايي، کوکنار ځکه کري چې له دوی سره مرسته کېدونکي اصلاح شوي تخمونه، سرې او نورې مرستې نه ورته رسېږي او د نورو فصلونو کښت ورته ګټه نه کوي.

د ننګرهار رودات، غني خېل، سپين غر، سره رود، پچيراګام، خوږياڼو، حصارک او شېرزاد هغه ولسوالۍ دي چې سږکال په کې بيا هم کوکنار کرل شوي او حاصل ته رسېدلي دي.

بلخوا امنيتي مسوولین وايي، د کمپايونو پرمهال يې ۶۱۵ جريبه ځمکه باندې کرل شوي د کوکنارو فصلونه اړولي، خو بيا هم په ډېرو سيمو کې کروندګرو د کوکنارو له کښته اپين راټول کړل.

د ننګرهار خوږياڼي يو له هغو ولسواليو ده چې کلونه په کې کروندګر د کوکنارو په کښت مشغول دي، که څه هم سږکال يې د تېرو کلونو په پرتله خونده نه شته، خو بيا هم ډېرو کروندګرو خپلې ځمکې په دغه فصل بندې کړې دي.

د پژواک خبريال د ولسوالۍ اړوند د کږې بازار (د ولسوالۍ مقر) ته نږدې په څو کېلومترۍ کې يو کلي ته تللی چې د کوکنارو پراخه فصلونه په کې ولاړ دي.

د دغه ځای خلک وايي، کله چې کمپاين کوونکي راځي د کلي ملکان ورته د پټي په سر پيسې ټولوي او بېرته ځي نو ځکه خو يې د کوکنارو له فصله اپين راټول کړل.

د دوی له ډلې الله محمد وايي: ((نه تخمونه موږ ته را رسېږي او نه هم سره، ملکان يې خپلو کې وېشي، نور فصلونه دومره مزدوري بيا نه کوي چې موږ ته ګټه وکړي، مجبور يو همدا کوکنار وکرو.))

که څه هم کروندګرو ته سږکال د کوکنارو کښت ډېر ګټور نه تمامېږي او وايي د اپيونو نرخونه ډېر راټيټ شوي خو وايي له سبزيجاتو او غله جاتو ځکه ښه دي چې اخېستونکي يې تر کوره ورځي.

صاحب داد يو بل کروندګر دی چې په خپله يو جريب ځمکه يې کوکنار کرلی وايي، پخوا به يې په ټوله ځمکه کوکنار کرل خو سږکال د نرخونو ټيټوالي او د حکومت ګواښونو له امله يې کم وکرل.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ چارواکي هم مني چې د دغه ولايت په اتو ولسواليو کې سږکال بيا هم کوکنار کرل شوي خو وايي شپږو ولسواليو کې يې د فصلونو له منځه وړلو کمپاينونه ترسره کړي دي.

د امنیه قوماندانۍ وياند فريد خان پژواک اژانس ته وويل، د دې ولايت روداتو، سره رود، غني خېلو، پچيراګام، سپين غر، خوږياڼو، حصارک او شېرزادو ولسواليو کې سږکال بيا هم کوکنار کرل شوي و.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.