ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل والي: په کورونو کې پاتې شئ څو واټونه له کرونا د مړه شوو له جسدونو ډک نه شي

د کابل والي: په کورونو کې پاتې شئ څو واټونه له کرونا د مړه شوو له جسدونو ډک نه شي

author avatar
28 May 2020 - 16:55
د کابل والي: په کورونو کې پاتې شئ څو واټونه له کرونا د مړه شوو له جسدونو ډک نه شي
author avatar
28 May 2020 - 16:55

کابل (پژواک، ۸ غبرګولی ۹۹): د کابل والي په دغه ولایت کې د کرونا ناروغي د ورځ تر بلې پر ډېرېدا د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ له خلکو وغوښتل، مخکې له دې چې واټونه له کرونا د مړه شوو له جسدونو ډک شي په کورونو کې دې پاتې شي او له یوه لوی انساني ناورینه دې مخنیوی وکړي.

د کابل والي محمد یعقوب حیدري په یوه خبري ناسته کې وویل چې خلک باید د عامې روغتیا وزارت لارښوونې عملي کړي او د کرونا ویروس د نورې خپرېدا په مخنیوي کې دې همکاري وکړي.

هغه زیاته کړه: ((موږ خلکو ته د مرستې په مرستې په رسولو کې ژمن یو، شپه او ورځ کار کوو، ځکه چې زموږ اساسي هدف د خلکو خدمت دی او خلک هم باید روغتیایي لارښوونې په پام کې ولري څو له لوی انساني ناورینه مخنیوی وشي.))

هغه د دې په بیانولو سره چې په کابل ښار کې د اصنافو د فعالیت په اړه د کابینې د مشروطې پرېکړې د تطبیق لپاره یې چمتووالی نیولی، وویل چې لویې مغازې باید د تبې معلومولو الې باید ولري او په فعالیتونو کې دې ټولنیز واټن په نظر کې ولري او له ټاکل شوي مهالوېش سره سم دې عمل وکړي.

د کابل والي خبرداری ورکړ چې د طرزالعمل د نه مراعات په صورت کې به اصناف بېرته وتړل شي.

حیدري د خبرو په دوام وویل چې د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونه په اوس وخت د فعالیت پیلولو ته چمتو نه دي؛ ځکه چې اوس په ښوونځیو او پوهنتونونو کې دغه فاصله نه شي رعایت کېدای.

هغه خبرداری ورکړ که خلک صحي لارښوونې پر ځای نه کړي، دوی اړ کېږي بندیزونه سخت کړي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، پر کرونا د ټولو اخته کسانو شمېر ۱۲۴۵۶ ته رسېدلی دی.

د دغه وزارت په خبره، تر اوسه له دې ناروغي ۱۱۳۸ کسان روغ شوي او ۲۲۷ نور مړه شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.