ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څېړنه: افغانستان کې د ولسي تړون ملي پروګرام په سمه خوا خو له ستونزو سره روان دی

څېړنه: افغانستان کې د ولسي تړون ملي پروګرام په سمه خوا خو له ستونزو سره روان دی

author avatar
28 May 2020 - 21:17
څېړنه: افغانستان کې د ولسي تړون ملي پروګرام په سمه خوا خو له ستونزو سره روان دی
author avatar
28 May 2020 - 21:17

کابل(پژواک،۸غبرګولی ۹۹):د ولسي تړون ملي پروګرامپه اړه یوه نوې څېړنه ښيي چې دغه پروګرام له پيله تراوسه په سيمه ييزه کچه د خلکو پر ژوند ښه اغيز کړی، خو په امنيتي، همغږۍ او حساب ورکونې برخو کې ستونزې لري.

د افغانان لپاره د مرستو د همغږۍ او پراختيا ادارې (اکبر) له خوا پژواک خبري اژانس ته راستولې اعلاميه کې راغلي چې دغه څېړنه د دغې موسسې په ملاتړ د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې او افغانستان رونټيا څار بنسټ ترسره کړې ده.

سرچینو په افغانستان کې تراوسه د یاد پروګرم د کړنو ارزونه کړې ده.

سرچينه ليکي چېد دغه پروګرام لومړي پړاو د ۲۰۱۶ زېږديز کال  په اکتوبر کې پيل او د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر په مياشت کې پای ته رسي او ټاکل شوې په دې موده کې د دې پرواګرام له لارې ۶۲۸ ميليون ډالر ولګول شي.

په راپور کې راغلي:«دا چې اوس د دې پروګرام د لومړي پړاو د پای ته رسېدو په درشل کې يو، تمه ده چې بل پړاو ته د افغانستان حکومت او نړيوال مرسته کوونکي، ټولې اړوندې ادارې د قاعده لرونکو خبرو د يو چوکاټ له مخې په ياد پروګرام کې شامل کړي.»

د څېړنې موندنې د پروګرام د موخو په پرتله چې د فقر کموالی، ټولنيزه پراختيا او بنسټيزو کړنو پیاوړتيا په بر کې اخلي، د انتقاد په سترګو ګوري.

سرچینه ليکي چې یاد پروګرام د ټولنيز مشارکت يوه ښه بېلګه ده او موخه يې د حکومت او خلکو تر منځ د اړيکو ټينګښت دی چې د يو ميکانيزم رامنځته کولو له لارې د خلکو غږ واورېدل شي او هغوی په هغو پرېکړوکې چې پر راتلونکي یې اغيز لري، ونډه ولري.

د څېړنې موندنې ښيي چې په ټولنه کې ښځو ته د نوي رول په مشخص کولو سره او د قفر او ټولنيزو بدلونونو په اړه چې په ځينو ټولنو کې دغه راپورونه په کې خپريږي د پوهاوي ورکول د پلي کېدو په درشل کې دي.

په څېړنه کې راغلي، دا په داسې حال کې ده چې لا ډېرو لاسته راوړنو او بدلونونو ته اړتيا ده، ځکه چې یاد پروګرام کې د ښخو ګډون په ځانګړي ډول په هغو سيمو کې چې لا هم د فرهنګي ستونزو له امله ممنوعيتونه حاکم دي، د قناعت وړ نه دی.

د اکبر موسسې اجرايي مشرې مېرمن فيونا ګال په دې اړه وايي:«تمه لرم چې د ولسي تړون ملي پروګرامد بل پړاو په پيل کې د ښځو د پراخ ګډون شاهدان واوسو.»

د راپور له مخې دغه په بلخ، پروان او زابل ولايتونو کې امنیتي ستونزو یاد پروګرام له ستونزو سره مخ کړې او یا په بل عبارت، هغه موسسې چې د ټولنيزې پراختيا په برخو کې يې د پروګرامونو پلي کول په غاړه لرل، له ستونزو ډک وو.

په افغانستان کې د سويډن کمېټې د پروګرامونو مشر ډاکټر خالد فهيم په اړه وايي:«زموږ هيله داده چې د افغانستان حکومت د ولسي تړون ملي پروګرامد راتلونکي پروګرام د مسووليتونو په تړاو د بحث  پر مهال د غيردولتي موسسو کليدي رول ته درناوی ولري.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.