ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: د کابل کلوله پشته کې د سړکونو جوړولو چارو درېدو له ستونزو سره مخ کړي یو

خلک: د کابل کلوله پشته کې د سړکونو جوړولو چارو درېدو له ستونزو سره مخ کړي یو

author avatar
28 May 2020 - 15:07
خلک: د کابل کلوله پشته کې د سړکونو جوړولو چارو درېدو له ستونزو سره مخ کړي یو
author avatar
28 May 2020 - 15:07

کابل (پژواک، ۸ غبرګولی ۹۹): کابل کې د کلوله پشتې سيمې اوسېدونکي وایي، ښاروالۍ شاوخوا ۷ میاشتې مخکې هلته د فرعي سړکونو جوړولو کار پیل کړی، خو له تېرو درېیو میاشتو راهیسې درېدلی او خلک یې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د کلوله پشتې سیمې د اتم سړک د محل شورا رئیس محمد یاسین پژواک خبري اژانس ته وویل، ۷ میاشتې کېږي چې د دغې سیمې په فرعي سړکونو د کانکرېټ اچولو کار پیل شوی دی.

دی وایي په لومړیو کې کار ډېر ورو و او له درېیو میاشتو راهیسې یې چارې درېدلي دي.

هغه وویل چې له یوې خوا د کرونا ویروس خپرېدو له امله خلک په کورونو کې دي او له امله یې له ستونزو سره مخامخ دي او له بلې خوا کوڅې ورانې وېجاړې دي او خلکو ته یې په تګ راتګ کې ستونزې جوړې کړې دي.

ده زیاته کړه:"زه د دغې سيمې له خلکو سره لاس او ګریوان یم، هر ورځ له ما پوښتي چې ولې د دغو کوڅو د جوړېدو چارې درېدلې ديو مګر زما غږ هیڅوک نه اوري."

محمد یاسین زیاتوي، د اختر په ورځو کې خلکو او مېلمنو د کوڅو د خرابوالي له امله له کورونو څخه شاوخوا ۷۰-۸۰ متره موټر لرې درولي و او له امله یي د ډېرو موټرو پلېټونه ورک شول.

د یادې شورا بل غړي حاجي منصور هم وایي چې د دغو سړکونو جوړېدو پروژه د کابل ښار د پرمختیایي او جوړونې له دفتر ( KMDP) سره ده، خو اووه میاشتې کیږي چې سړکونه وران او تر اوسه یې نه دي جوړ کړي.

 دی وايي:"د کلوله پشتې خلکو څو وارې د ښارولۍ او د دغه شرکت له مسوولینو سره ولیدل، خو لا هم عملي اقدام نه کوي."

د یادي سیمي د شپږم سړک یوه اوسېدونکي شېرمحمد وویل: "ښاروالۍ باید د یوه ځای کار خلاص کړی وای، بیا یې بل ځای کار پيل کړی وای، خو اوس یې ټولې کوڅې ویجاړې کړي او کار یې هم معلوم نه دی."

خو د کابل ښار د پرمختیایي او جوړونې پروژې (KMDP) دفتر یو انجنیر بصیر وایي چې شاوخوا ۷ مياشتې مخکې دوی په دې سيمه کې د ۸۴ عمومي او فرعي کوڅو جوړولو هوکړه لیک له کابل ښاروالۍ سره لاسلیک کړی او باید دغه کار په ۱۱ میاشتو کې بشپړ شي.

دی وايي، تر اوسه د نهو کوڅو کار بشپړ شوی او د پاتې نورو کار به په راتلونکې نږدې وخت کې بشپړ شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.