ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امریکا دفاع وزیر: له ټاکنو مخکې له افغانستانه د ټولو سرتېرو ایستل وروستۍ پرېکړه نه ده

د امریکا دفاع وزیر: له ټاکنو مخکې له افغانستانه د ټولو سرتېرو ایستل وروستۍ پرېکړه نه ده

author avatar
28 May 2020 - 15:01
د امریکا دفاع وزیر: له ټاکنو مخکې له افغانستانه د ټولو سرتېرو ایستل وروستۍ پرېکړه نه ده
author avatar
28 May 2020 - 15:01

کابل (پژواک، ۸ غبرګولی ۹۹): د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپیر وايي چې د دغه هېواد له ټاکنو مخکې تر نوامبر میاشتې پورې له افغانستانه د دوی د اتو زرو سرتېرو ایستل، یوازې یو غوراوی دی، وروستۍ پرېکړه نه ده.

هغه څرګنده کړې چې له پخواني اعلان سره سم به په افغانستان کې امریکايي سرتېري تر ۸۶۰۰ پورې کم کړای شي.

پخوا داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې امریکا غواړي تر نوامبر میاشتې پورې خپل اته زره سرتېري له افغانستانه وباسي.

اسپیر ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایاد راتلونکو شپږو میاشتو کې به له افغانستانه د امریکايي سرتېرو ایستل ممکن وي ویلي:«زه مهالوېش نه مشخص کوم، موږ به پر هغه پلان عمل کوو چې له پخوا مشخص شوی، خو دا کار له پرمختګونو سره مشروط دی.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ ویلي و چې له افغانستانه به خپل سرتېري کورونو ته ستانه کړي.

هغه زیاته کړې وه چې امریکا افغانستان کې د پولیسو دنده لري او اوس یې وخت دی چې مسوولیت خپله افغانان پر غاړه واخلي.

مخکې له دې امریکايي رسنیو راپور ورکړی وو چې ټرمپ سپېنې ماڼۍ کې له خبریالانو سره خبرو کې ویلي و چې له افغانستانه خپل ټول سرتېري باسي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۱۰مه د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوي تړون له مخې راتلونکو ۱۳۵ ورځو کې به د امریکایي سرتېرو شمېره له ۱۲ نیم زرو څخه ۸۶۰۰ ته ټیټه.

خو امریکا ویلي چې د سرتېرو ایستل یې مشروط دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.