ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان: نن مو د حکومت ۸۰ بندیان خوشې کړل

طالبان: نن مو د حکومت ۸۰ بندیان خوشې کړل

author avatar
28 May 2020 - 20:43
طالبان: نن مو د حکومت ۸۰ بندیان خوشې کړل
author avatar
28 May 2020 - 20:43
کابل (پژواک، ۸ غبرګولی ۹۹) : طالبانو اعلان کړی چې د بندیانو خوشې کولو په لړ کې یې نن د حکومت ۸۰ تنه سرتېري خوشې کړي دي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د غبرګولي په ۸ مه، په ټویټر کې لیکلي چې دا بندیان یې نن په بغلان او کندوز ولایتونو کې خوشې کړي دي.
هغه زیاته کړه چې خوشې شویو بندیانو ته یې جامې او هر یوه ته پنځه- پنځه زره افغانۍ ورکړي او خپلو کورونو ته یې لېږلي دي.
د یادونې ده چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون له مخې د طالبانو پنځه زره او د حکومت زر تنه بندیان خوشې کیږي.
دوه میاشتې مخکې هم د طالبانو یو تخنیکي ټیم کابل ته راغلی و، خو پر دې اعتراض بېرته ولاړ چې له حکومت سره يې په خبرو کې پرمختګ ونه شو.
خو ددغه ټیم له تګ سره سم د افغانستان حکومت د طالبانو د بندیانو د خوشې کولو لړۍ پیل کړه او تر اوسه یې د طالبانو دوه زره بندیان خوشې کړي دي.
دغه راز طالبانو ترې دې مخکې د حکومت شاوخوا دوه نیم سوه بندیان خوشې کړي دي، خو حکومت وایي چې د طالبانو له خوا خوشې شویو بندیانو کې یو شمېر ملکي مامورین او ملکي وګړي هم شته دي.
دا په داسې حال کې ده چې د نورو بندیانو خوشې کولو په موخه د طالبانو یو پلاوی نن کابل ته را رسېدلی دی.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د غبرګولي په ۸مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا ټیم به د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ټیم سره ددواړو لوریو د پاتې بندیانو د خلاصون په اړه خبرې اترې کوي.
دطالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین هم په ټویټر کې لیکلي چې د دوی پنځه کسیز تخنیکي ټیم کابل ته رسېدلی او له حکومت سره د بندیانو د خوشې کولو په اړه خبرې کوي. 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.