ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مصر کې بند پاتې افغان محصلین: حکومت دې هېواد ته د تګ امکانات راته برابر کړي

مصر کې بند پاتې افغان محصلین: حکومت دې هېواد ته د تګ امکانات راته برابر کړي

author avatar
28 May 2020 - 15:35
مصر کې بند پاتې افغان محصلین: حکومت دې هېواد ته د تګ امکانات راته برابر کړي
author avatar
28 May 2020 - 15:35

کابل (پژواک، ۸ غبرګولی ۹۹): د کرونا ویروس د خپرېدو له امله مصر کې بند پاتی افغان محصلان مدد معاش له نه ورکولو شکایت کوي  او له حکومت نه غواړي چې خپل هېواد ته د تګ امکانات ورته برابره کړي. 

 خو د لوړو زده کړو وزارت وايي هڅه کوي چې دغه ستونزه لرې شي.

د راپورونو له مخې، په مصر کې تر اوسه پر کرونا ویروس څه کم ۲۰ زره خلک اخته شوي او ۸۱۶ تنه ترې مړه شوي خو څه باندې ۵۲۰۰ تنه بېرته روغ شوي دي.

په مصر کې د الازهر پوهنتون د افغان محصلانو استازي صفي الله ماهر پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کرونا ویروس خپرېدو له امله دغه پوهنتون له تېرو درېیو میاشتو راهیسې رخصت دی.

دی وايي:”د پوهنتون ادارې ویلي چې هر هېواد باید خپل محصلان خپلو هېوادونو ته وغواړي؛ ډېری هېوادونو دا کار کړی، یوازې ۷۵۰ افغان محصلان دي چې په لیليه کې قرنطین شوي او بیرون ته نه پرېښودل کېږي، دې کار اکثره محصلان له ستونزو سره مخامخ کړي دي.”

هغه زیاته کړه، نه یوازې په مصر کې افغان سفارت ورسره د کرونا مقابلې لپاره مرسته نه ده کړې، بلکې افغان محصلانو ته له شپږو میاشتو راهیسى د هغوی مدد معاش هم نه دی ورکړل شوی. دی وایي چې هر محصل ته په شپږو میاشتو کې ۴۸۰ امریکايي ډالره مدد معاش ورکول کیږي.

ماهر زیاتوي، ټول افغان محصلان د افغانستان له حکومت نه غواړي چې هېواد ته د تګ لپاره ورته موقع برابره کړي او مدد معاش یې هم ژر ورکړي.

د ده په وینا، په ځینو افغان محصلانو کې د کرونا ناروغۍ نښې نښانې ښکاره شوي او که حکومت یې غم ونه کړي نو ښايي له ډېرو نورو ستونزو سره هم مخامخ شي.

دغه راز په مصر کې د قاهرې پوهنتون محصل عبدالله هم وویل چې دوی له حکومت نه غواړي ترڅو افغانستان ته د تګ لپاره ورته د تکټ بیې ارزانه کړي یا کومه بله ممکنه لاره ورته وسنجوي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر افغان محصلان د کرونا له خپرېدو وروسته له چین، پاکستان هند او روسیې څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

د لوړو زده کړو وزارت د خپرونو د څانګې رئیس عزیز احمد اوریاخېل پژواک ته وویل چې له بهرینو هېوادونو د افغان محصلانو د را غوښتنې پرېکړې واک د کرونا په برخه کې د حکومت له بېړنۍ کمېټې سره دی.

دی وايي، په دې برخه کې د لوړو زده کړو وزارت او دغې کمېټې بحث کړی، هغه محصلان چې اړتیاوې یې  په نورو هېوادونو کې پوره کېږي حکومت اړینه نه ګڼي چې هېواد ته یې را وغواړي .

هغه زیاته کړه، په الازهر پوهنتون کې د افغان محصلانو دغه ستونزه به د وزارت له مشرتابه سره شریکه کړي او وروسته به د حکومت له بېړنۍ کمېټې سره هم پرې خبرې وکړي، ترڅو په اړه یې پرېکړه وکړي.

د اوریاخېل په وینا، په بهرنیو هېوادونو کې د محصلانو مدد معاش ورکولو ته دغه وزارت جدی دی، د محصلانو دې ستونزې ته پر وخت رسېدنه کوي او د الازهر پوهنتون د افغان محصلانو دا ستونزه به ژر په مصر کې له افغان سفارت سره شریکه کړي.

په مصر کې د افغانستان سفارت له مستشار امین الحق احمدي سره مو واټساپ له لارې موضوع شریکه کړه خو   تر اوسه یې ځواب نه دی ویلی.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.