ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولایتي شورا: اروزګان کې د ډوډۍ وېش د فساد او ناسم مدیریت له امله نیمګړی ترسره شو

ولایتي شورا: اروزګان کې د ډوډۍ وېش د فساد او ناسم مدیریت له امله نیمګړی ترسره شو

author avatar
28 May 2020 - 16:50
ولایتي شورا: اروزګان کې د ډوډۍ وېش د فساد او ناسم مدیریت له امله نیمګړی ترسره شو
author avatar
28 May 2020 - 16:50

ترینکوټ ( پژواک ۸ غبرګولی ۹۹): د اروزګان ولایتي شورا او مدني فعالان وایي، دغه ولایت کې د شته فساد او کمزوري مدیريت له امله زرګونه کورنۍ تر ټاکلې مودې پنځه ورځې مخکې د پخې ډوډۍ له وېش څخه بې برخې شول.

د ولسمشر له حکم سره سم د کرونا له امله پر بې وزلو کورنیو د پخې ډوډۍ د وېش لړۍ د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د تېرې میاشتې پر ۲۰ مه پر لس زره کورنیو د ډوډۍ د وېش پروسه پیل شوه، چې هره ورځ لس زره کورنیو ته لس –لس ډوډۍ ورکول کېدلې.

د سیمه ییزو ارګانونو ادارې ویلي چې د وچې ډوډۍ د وېش لړۍ به د اختر تر درېیمې د غبرګولي میاشتې تر ۷ نیټې پورې   روانه وي چې تېره ورځ په ټول هېواد کې پاس ته ورسېده.

خو اروزګان کې بیا دغه پروسه تر ټاکلې مودې پنځه ورځې مخکې د غویي په ۳۱ مه ځکه ودرېده چې مسوولینو یې لامل د اروزګان- کندهار پر لویه لاره د طالبانو له خوا د اوړو د موټرو ګرځول بللي وو.

د اروزګان د ولایتي شورا استازي او مدني فعالان وایي، کمزوری مدیريت او فساد ددې لامل شول، چې ترینکوټ کې زرګونه کورنۍ تر ټاکلې مودې پنځه ورځې مخکې د  ډوډۍ له وېش څخه بې برخې شي.

مدني فعال جاوید خپلواک وایي، دغه پروسه له پیل څخه له فساد او ستونزو سره مخ وه.

د هغه په وینا، مسوولینو ویلي وچې هغوی به هره ورځ لس زره کورنیو ته ډوډۍ ورکوي، خو په حقیقت کې دا شمېر خورا ټیټ و او نه هم هره ورځ نانوایانو د نږدې سل زره ډوډیو د وېش ظرفیت درلود.

خپلواک وایې، کله چې دوی له هغو نانوایانو څخه نظارت وکړ، کوم چې دولت ورسره د نوي زره ډوډیو د پخولو قرارداد کړی و، نو ورته ښکاره شوه چې هیڅ نانوایي د ورکړل شویو ارقامو نیمایې برخه ډوډۍ هم نه شي پخولی او نه هم ددې وړتیا لري.

 د نوموړي په وینا، که چیرې په پيل کې ددغې پروسې په ښه توګه مدیريت او نظارت شوی وای نو نه یوازې به هره ورځ زرګونه کورنۍ د ډوډۍ له وېش څخه نه بې برخې کېدلې، بلکې وسله والو طالبانو به هم هغه موټر نه ګرځول کوم چې ددې پروسې لپاره یې اوړه لیږدول.

هغه زیاتوي، کلونه کیږي چې دغه لاره نا امنه او د طالبانو په واک کې ده، خو بیا هم هره ورځ ولایت مقام، امنیې قوماندانۍ او د ملي اردو زرګونو سرتېرو ته اکمالات، خوراکي او غیره خوراکي توکي رارسیږي او څوک یې مخنیوی نه کوي.

د ولایتي شورا مرستیال عبدالکریم کریمي هم پر ولایت مقام او د پخې ډوډۍ د کمېټې پر غړو نیوکه کوي چې دغه پروسه یې په ښه توګه مدیریت نه کړه او تر وخت مخکې یې زرګونه کورنۍ د پخې ډوډۍ له وېش څخه بې برخې کړې.

نوموړي پژواک ته وویل، ددې پروسې د ځنډ او خنډ لامل فساد او کمزوری مدیريت دی او هغوی تل د مرکزي ادارې غوښتي چې د اروزګان رهبرۍ کې بشپړ تغيیر راولي، ترڅو نورې پروسې هم د کرونا او ډوډۍ د وېش په څېر له ستونزو او فساد سره مخ نه شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.