فراه(پژواک، ۸ غبرګولی ۹۸): ځینې سرچینې وایي، په فراه او پروان ولایتونو کې ۱۴ دولتي سرتېري، یوه ښځه او اته د دولت وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه د دغه ولایت په مرکز کې د ملي پولیسو پر یوه پوسته د طالبانو په برید کې اووه پولیس او اته د دولت وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
د سیمې یو تن اوسېدونکی وایي چې دغه پوسته تېره شپه د وسله والو طالبانو لاسته لوېدلې وه، خو اوس دولتی ځواکونه سیمې ته رسېدلي دي.
هغه وایي چې په جګړه کې د ښکېلو غاړو له مرګ ژوبلې معلومات نه لري، خو په سیمه کې د یوې ګولۍ د لګېدو له امله یوه ښځه وژل شوې ده.
د فراه امنیه قومانداني د طالبانو لاسته د پوستې لوېدل ردوي او سیمه ییز طالبان بیا د هغوی کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتل نه مني، وایي چې پوسته یې نیولې وه.
طالبان وایي چې پر دغې پوستې په برید کې یې اووه پولیس وژلي او درې یې له ځان سره بیولي دي.
د یو بل خبر له مخې، د پروان د والي ویانده وحیده شهکار وایي چې د دغه ولایت په سیاه ګرد ولسوالۍ کې پر یوه پوسته د طالبانو په برید کې د ملي اردو اووه سرتېري وژل شوي دي.
ده د جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې په دغه حمله کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن