کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۹۹) : اروپايي اتحادیه وایي چې افغانستان سره یې راتلونکی سیاسي او مالي ملاتړ هلته د جمهوریت او د تیرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنو ساتلو سره مشروط دی.
د اروپایي اتحادیې لخوا د غبرګولي په ۹مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اتحادیې د شورا غونډه پرون جوړه شوې وه چې پکې د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د و یډیو کنفرانس له لارې ګډون کړي وو.
په خبرپاڼه کې راغلي ګډونوالو افغانستان سره د خپلو مرستو او همکاریو ژمنې تازه او د افغانستان له سولې پروسې څخه هم کلک ملاتړ کړی دی.
خو دغې اتحادیې ویلی چې افغانستان سره ددوی راتلونکې مالي او سیاسي ملاتړ هلته د جمهوریت او د تیرو ۱۹ کلنو لاسته راوړنو او د اسلامي امارت بیا نه راتګ سره مشروط دی.
اروپایي اتحادیې د افغانستان د خلکو د حقوقو د ساتنې ، تلپاتې اوربند او ژر تر ژره د بین الافغاني مذاکراتو د پیلیدو غوښتنه کړې ده.
دغه راز په خبرپاڼه کې د افغانستان د شخړې پر سیاسي هواري ټینګار شوی او له ټولو خواوو په ځانګړې توګه له طالبانو غوښتل شوي چې د سولې له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان حکومت باید ښه حکومتداري ولري او د سولې مرکچي پلاویې یې همه شموله وي.
اروپایي اتحادیې له طالبانو غوښتي دي چې د سولې لپاره خپله ریښتینې اراده وښيي او بین الافغاني مذاکراتو لپاره د باور فضا رامنځټه کړي.
بلخوا د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د اروپایي اتحادیې ددې اعلامیې هرکلی کړی او په ډاګه کړې چې افغانستان تل له اروپایي اتحادیې سره ښې اړیکې لرلې دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن