کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ۶۲۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ډېرې یې په کابل کې دي.
د عامې روغتيا وزارت له خوا د غبرګولی په ۹مه پژواک اژانس ته په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۲۳ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې چې له دې سره په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۳۶۵۹ ته لوړ شو.
سرچینې زیاته کړې چې تر اوسه له دې ناروغۍ ۱۲۵۹ کسان بېرته روغېدلي او ۲۴۶ نور یې مړه کړي دي.
په تازه ثبت شوو پېښو کې ۲۷۱ په کابل، ۱۷۹ په هرات، ۶۷ ننګرهار، ۲۳ بلخ او ۱۳ لغمان کې ثبت شوې دي. د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد په کچه له يادو پېښو څخه ۵۳۶۴ په کابل، ۲۲۸۴ په هرات، ۹۷۰ په بلخ، ۶۳۶ په کندهار، ، ۶۹۷ په ننګرهار، ۴۲۶ په پکتيا، ۲۹۹ په تخار، ۲۷۹ په بغلان، ۲۱۱ په غزني، ۲۱۱ په بادغیس، ۱۸۹ په لغمان، ۲۰۱ په سمنګان، ۱۶۱ په لوګر، ۱۶۴ په وردګو، ۱۵۸ په کونړ، ۱۵۹ په پنجشېر، ۱۴۲ په پروان، ۱۵۲ جوزجان، ۱۳۸ په فراه، ۱۱۷ په کندوز، ۱۱۲ په فارياب، ۷۷ په سرپل، ۶۳ په نيمروز، ۸۶ په پکتيکا، ۷۹ په خوست، ۶۰ په باميان، ۶۹ په غور او ۴۵ په هلمند ولايتونو کې ثبت شوې دي.
دغه راز د کرونا ويروس ۵۷ مثبتې پېښې په کاپيسا، ۳۸ په زابل، ۲۸ په دايکنډي، ۳۰ په بدخشان، پنځه په اروزګان او څلور په نورستان ولايتونو کې ثبت شوې دي
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن