ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت د حزب اسلامي ۱۶۴ تنه بندیان خوشې کړل

حکومت د حزب اسلامي ۱۶۴ تنه بندیان خوشې کړل

author avatar
29 May 2020 - 16:00
حکومت د حزب اسلامي ۱۶۴ تنه بندیان خوشې کړل
author avatar
29 May 2020 - 16:00

کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۹۹: ) د افغانستان حکومت له حزب اسلامي سره د سولې تړون له مخې، ددغې ډلې ۱۶۴ تنه بندیان خوشې کړل

د دولت او حزب اسلامي د سولې تړون د ګډ کمېسیون مشر ضیاء الحق امرخېل د غبرګولي په ۹مه، وویل چې نن یې د حزب اسلا مي ۱۶۴ تنه بندیان خوشې کړل

هغه چې د کابل څرخي پله زندان کې ددغو بندیانو د خوشې کولو په مراسمو کې خبرې کولې ،وویل چې دا بندیان له بګرام او د څرخي پله له زندانونو څخه ازاد او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

امرخېل له ولسمشر اشرف غني څخه مننه وکړه چې د تړون له مخې یې د بندیانو د خلاصون په موخه   واضح هدایت وکړ.

دغه راز نوموړي د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب او اړوندو ادارو څخه هم مننه وکړه چې په خپلو هڅو یې دغه ستونزمنه چاره اسانه کړه.

هغه چې په پارلماني چارو کې ددولت وزیر هم دی، په ډاګه کړه چې ولسمشر او په لویه کې نظام تل پاتې سولې راوستو ته ژمن دی؛ چې د ښه نیت له مخې یې د بندیانو د خوشې کولو پروسې پيل کړې دي.

تر دې مخکې د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل پژواک ته ویلي و، چې نن به د حزب اسلامي یو شمېر بندیان خوشې شي.

هغه زیاته کړه چې د خوشې کېدونکو بندیانو ټولې دوسیې څېړل شوې دي او په پام کې ده چې په راتلونکي کې نور هم خوشې شي.

د حزب اسلامي د مطبوعاتو یو تن غړي فضل غني حقمل پژواک ته ویلي و چې حکومت ورسره ژمنه کړې وه، چې له کوچني اختر وروسته به یې یو شمېر بندیان خوشې شي.

خو هغه ویلي و، چې له ژمنې سره سم به نن ۴۲۵ بندیان خوشې شي.

د یادونې وړ ده چې درې کاله مخکې د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ دسولې تړون لاسلیک او دغه ګوند په هیواد کې سوله ییز سیاسي فعالیت پیل کړ

تر دې مخکې هم حکومت د حزب اسلامي سلګونه بندیان خوشې کړي دي

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.