ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت نن د حزب اسلامي یو شمېر بندیان خوشې کوي

حکومت نن د حزب اسلامي یو شمېر بندیان خوشې کوي

author avatar
29 May 2020 - 11:48
حکومت نن د حزب اسلامي یو شمېر بندیان خوشې کوي
author avatar
29 May 2020 - 11:48

کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۹۹: ) د افغانستان حکومت له حزب اسلامي سره د سولې تړون له مخې، ددغه ګوند یو شمېر بندیان نن له بېلا بېلو زندانونو څخه خوشې کوي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د غبرګولي په ۹مه، پژواک اژانس ته وویل چې نن به د حزب اسلامي یو شمېر بندیان خوشې شي.

هغه زیاته کړه چې د خوشې کېدونکو بندیانو ټولې دوسیې څېړل شوې دي او په پام کې ده چې په راتلونکي کې نور هم خوشې شي.

د امنیت شورا د سولې او ملکي تلفاتو د برخې مسوول انتظار خادم چې د طالبانو او حزب اسلامي د بندیانو د خوشې کولو د پروسې مسوول هم دی، پژواک ته ومنله چې نن د حزب اسلامي یو شمېر بندیان خوشې کیږي، خو ده یې هم شمېره په ډاګه نه کړه.

د حزب اسلامي د مطبوعاتو یو تن غړي فضل غني حقمل پژواک ته وویل چې حکومت ورسره ژمنه کړې وه، چې له کوچني اختر وروسته به یې یو شمېر بندیان خوشې شي.

نوموړي زیاته کړه چې نن به د کابل څرخي پله او د پروان له بګرام زندان څخه یې بندیان خوشې شي.

  حقمل وويل چې حکومت نن له بګرام څخه ۳۸۰ تنه او له څرخي پله څخه ۴۵ بندیان چې حزب اسلامي پورې اړه لري ، خوشې کوي

په دې اړه به نور جزییات وروسته خپاره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.