د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ملي امنیت شورا: د اختر اوربند لا هم دوام لري

د ملي امنیت شورا: د اختر اوربند لا هم دوام لري

May 29, 2020 - 13:21

کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۹۹): د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د کوچني اختر د لومړیو درېیو ورځو له پای ته رسېدو وروسته د وسله والو طالبانو له خوا له ځینو بریدونو سره سره په هېواد کې اوربند دوام دی.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل د غبرګولي په ۹مه پژواک اژانس ته وویل چې د راتلونکو پېښو مخنیوي لپاره اوربند، همغږۍ او زیاتې پاملرنې ته اړتیا ده.

خو فیصل زیاته کړې چې د اوږدمهال اوربند ټینګېدو لپاره هڅې روانې دي. هغه پر خپل ټوېټر لیکلي: "کوم اوربند چې د اختر په ورځو کې پيل شوی، د خال ـ خال بریدونو له راپورونو سره سره دوام لري."

که څه هم د دغه درې ورځني اوربند له پای ته رسېدو څخه درې ورځې تېرې شوې، خو په زابل، فراه او پروان ولایتونو کې امنیتي پېښې رامنځته شوې دي. دغه راز د ملي دفاع وزارت ویلي چې تېره شپه طالبانو له اوربنده سرغړونه کړې او په پکتیا کې یې پر امنیتي پوستو بریدونو کې ۱۴ سرتېري وژلي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد چهارشنبې ناوخته وویل چې د اوربند ټاکل شوې نېټې له پای ته رسېدو یوه ورځ وروسته هم د دې ډلې وسله والو پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو هیڅ برید نه دی کړی. وسله والو طالبانو د تېر کوچني اختر په شپه د اختر په لومړیو درې ورځو کې د اوربند اعلان وکړ چې وروسته ولسمشر غني هم افغان ځواکونو ته د اوربند ټینګېدو سپارښتنه وکړه. د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند په پراخه کچه وستایل شو او ګڼو هېوادونو او بنسټونو د یاد اوربند پر غځېدو ټینګار وکړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم ویلي چې د اوربند غځېدو لپاره هڅې کوي

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan