کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۹۹) : ناټو او یو شمېر نورو نړیوالو مرستندویه سازمانونو له افغانستان سره په راتلونکي کې د مشورو ترڅنګ د افغان ځواکونو د روزنې او مالي تمویل باندې ټینګار وکړ.
په بروکسل کې د ناټو سازمان له مقر څخه د غبرګولي په ۹مه، پژواک اژانس ته په یوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ناټو مرستیال سرمنشي میرسیا جیوانا پرون له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو له استازو سره په یوه ویډیو کنفرانس کې ګډون کړی و.
سرچینې زیاته کړې چې ددغه کنفرانس مشري د سوېلي اسیا سیمې لپاره د نړیوال بانک مرستیال مشر کوله.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ددغه کنفرانس ګډونوالو له افغانستان سره د مرستو د څرنګوالي په اړه په تفصیل سره خبرې اترې وکړې.
د ناټو مرستیال سرمنشي د کنفرانس ګډونوالو ته په خپله وینا کې له افغانستان سره د مرستو پر اهمیت او په دې برخه کې له نږدې څخه پر سلا مشورو ټینګار وکړ او ویې ویل چې نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې له نږدې څخه په ګډه کار وکړي.
نوموړي د افغانستان د سیاسي مشرانو له خوا د سیاسي شخړې د هواري او د یوه همه شموله حکومت د رامنځته کېدو او د تېر اختر پر مهال د پیل شوي اوربند هرکلی وکړ.
هغه یو ځل بیا له افغانستان سره د ناټو او متحدینو د مرستې او همکاریو د ډاډ ورکولو ترڅنګ وویل چې دوی به د افغان ځواکونو روزنې او مالي تمویل ته ادامه ورکوي.
په دغه ویډیو کنفرانس کې د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست عبدالهادي ارغندیوال، د ناټو او متحدینو استازو، اروپایي ټولنې، ملګرو ملتونو، نړیوال وجهي صندوق او د اسیایي پراختیایي بانک استازو هم ګډون کړی وو.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن