د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

وسله والو طالبانو په پکتیا کې ۱۴ سرحدي سرتېري وژلي دي

وسله والو طالبانو په پکتیا کې ۱۴ سرحدي سرتېري وژلي دي

May 29, 2020 - 11:31

کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۹۹) : د ملي دفاع وزارت وایي چې وسله والو طالبانو له اوربند څخه په سرغړونې په پکتیا ولایت کې ۱۴  تنه سرحدي سرتېري وژلي دي.

د ملي دفاع وزارت له خوا د غبرګولی په ۹مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وسله والو طالبانو  تېره شبه د پکتیا ولایت په سرحدي ولسوالۍ ډنډي پټان کې پر پوستو بریدونه کړي دي.

سرچینې زیاته کړې چې په دغو بریدونو کې ۱۴ سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په ځوابي برید کې ګڼ شمېر وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او برید یې په شا تمبول شوی دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا خونړي بریدونه په داسې حال کې شوي چې د کوچني اختر تر اوربند وروسته په هېواد کې نا اعلان شوی اوربند جریان لري.

د افغانستان د ملي امنیت شورا هم نن تایید کړه چې له ځینو بریدونو سره سره په هېواد کې لا اوربند روان دی.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan