کندهار (پژواک، ۹ غبرګولی ۹۹): د کندهار ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د پیرو کلاچې په سیمه کې د یوه حمام مخې ته چاودنه شوې ده.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي د غبرګولي په نهمه پژواک اژانس ته وویل، چاودنه نن مخکې له ماښام وشوه.
هغه زیاته کړه چې په دې چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي او د ماشومانو په ګډون پنځه کسان ټپیان شوي دي.
دی زیاتوي، چاودېدونکي توکي په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو.
د هغه په وینا، د چاودنې هدف معلوم نه دی او پولیس د پلټنې لپاره سیمې ته رسېدلي دي.
د چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی.
دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې د حکومت په وینا په اختر کې پیل شوی اوربند اوس هم دوام لري.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن