اسعد اباد (پژواک، ۹ غبرګولی ۹۹) په کونړ ولایت کې د یوې کورنۍ د غړو ترمنځ د یوې خونې د ملکیت پر سر شخړه کې درې وروڼه ووژل شول.
د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم پژواک اژانس ته وویل، د خاص کونړ ولسوالۍ د منګوال په سیمه کې د تره زامنو ترمنځ د کور د یوې خونې د ملکیت پر سر شخړه شوې.
نوموړی زیاتوي، ددې لانجې پرمهال ډزې شوې چې له امله یې د یوه لوري درې وروڼه وژل شوي دي۔
مصمم وایي، سیمه له ولسوالۍ لرې ده او هلته د پولیسو تر رسېدو مخکې قاتلین تښتېدلي، خو پولیسو یو شکمن کس نیولی او د نور د نیولو هڅې یې پیل کړې دي ۔
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن