ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې په یوه ورځ د کرونا تر ټولو زیات ناروغان ثبت شول

افغانستان کې په یوه ورځ د کرونا تر ټولو زیات ناروغان ثبت شول

author avatar
30 May 2020 - 20:42
افغانستان کې په یوه ورځ د کرونا تر ټولو زیات ناروغان ثبت شول
author avatar
30 May 2020 - 20:42

کابل (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس۸۶۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې ډېرې پېښې په کابل کې ثبت شوې.

د عامې روغتيا وزارت له خوا د غبرګولي په ۱۰مه، پژواک اژانس ته په یوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۶۶ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې چې له دې سره په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېره ۱۴۵۲۵ ته لوړه شوه.

سرچینې زیاته کړې, تراوسه له دې ناروغۍ ۱۳۰۴ کسان بېرته روغ شوي او ۲۴۰ ترې مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تازه ثبت شويو پېښو کې ۴۱۱ په کابل، ۱۷۷ په هرات، ۳۹ بلخ، ۳۵ ننګرهار ۲۹ تخار، ۲۸ پکتیا ، ۲۶ بادغیس او ۲۷ پروان کې ثبت شوې دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې, تر اوسه تر ټولو زیات ۵۱ په هرات، ۳۰ کابل، ۳۳ بلخ او ۲۱ ننګرهار ولایتونو کې مړه شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.