کابل (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۹۹) : له څو اوونیو ګواښونو وروسته دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په رسمي توګه اعلان وکړ چې له روغتیا نړیوال سازمان سره, سر له نن څخه اړیکې پرې کوي.
ډونالد ټرمپ یو ځل بیا د کرونا ویروس مدیریت په اړه د روغتیا نړیوال سازمان پر فعالیتونو کلکې نیوکې کړې دي.
هغه چې په سپینه ماڼۍ کې یې خبریالانو سره خبرې کولې زیاته کړې:"په دې خاطر چې د روغتیا نړیوال سازمان ونه توانېد د اړتیا وړ وړاندې شوي اصلاحات تر سره کړي، موږ نن ورځ د روغتیا نړیوال سازمان سره خپلې اړیکې قطع کړې او له دغه سازمان سره برابرې شوې مرستې به د اړتیا وړ نورو نړیوالو روغتیايي برخو کې مصرف کړو."
ټرمپ ویلي، چې چین د روغتیا پر نړیوال سازمان باندې پوره کنټرول لري او د امریکا متحده ایالاتونو په پرتله چې د روغتیا نړیوال سازمان سره ۴۵۰ میلیون ډالره مرسته کوي، چین له دغه سازمان سره یوازې له کاله ۴۰ میلیون ډالر مرسته کوي.
نوموړي همدارنګه وویل چې بېجینګ د کرونا ویروس خپرېدو په اړه نړیوال په جریان کې نه وو اچولې چې په وینا یې دا کار د دې لامل شو چې په ټوله نړۍ کې نږدې شپږ میلیونه کسان په دغه ویروس اخته شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان تر دې مخکې د واشنګټن ورته انتقادونه رد کړي او ویلي يې دي چې د کرونا ویروس له پیدا کېدو سره د یاد ویروس مخنیوي په برخه کې يې شپه او ورځ هلې ځلې کړې دي او د دغه سازمان ټول غړې هېوادونه یې د دغه ویروس په اړه خبر کړي دي.
د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ایالت د اووهان په ښار کې خپور شو.
په امریکا کې د جانس هاپکینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس, د کرونا ویروس د شنبې تر سهار مې۳۰ (غبرګولي۱۰) پورې ۳۶۵۰۱۱ کسان مړه کړي او نږدې شپږ میلیون نور پرې اخته شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن