ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عامې روغتیا وزارت د الکوزي له خوا د کرونا لپاره جوړ شوي درمل څېړي

د عامې روغتیا وزارت د الکوزي له خوا د کرونا لپاره جوړ شوي درمل څېړي

author avatar
30 May 2020 - 17:22
د عامې روغتیا وزارت د الکوزي له خوا د کرونا لپاره جوړ شوي درمل څېړي
author avatar
30 May 2020 - 17:22

کابل(پژواک۱۰غبرګولي۹۹): عامې روغتیا وزارت وایي، د الکوزي له خوا د کرونا ناروغۍ لپاره د درملو جوړولو موضوع به یو پلاوی وڅېړي، خو تر هغه باید خلک له دغو درملو کار وانه خلي.

د محمد الکوزي په نوم یو تن چې له کندهار څخه کابل ته راغلى، دعوه کوي چې د نبوي او يوناني طب په مرسته يې داسې درمل جوړ کړي، چې په درېیو څاڅکیو خوړو سره یې په کرونا ويروس اخته ناروغ په دوو ساعتونو کې روغ رمټ کیږي.

حکيم الکوزى اوس د کابل په کارته مامورین سیمه کې دی او ډلې، ډلې خلک ورځي او په وړیا ډول درمل ترې اخلي.

هغه په يوه ويډيو کې دا ادعا هم کړې چې د عامې روغتيا وزارت وزير فېروز الدين فېروز او د کندهار والی حیات الله حیات هم د هغه په درملو روغ شوي دي.

الکوزی وایي:«وزیر صیب خبر دی چې دا درمل څومره ژر سړی رغوي، خو بیا هم غلی دی، کله مې چې په کندهار کې د کرونا په ناروغانو دا واکسین و ازمایل ډېر خلک ورسره ښه شول، وزیر صیب چې کله کرونا ونیو ماڅخه د واکسینو غوښتنه وشوه چې فیروزالدین فیروز ناروغ دی او کابل ته یې وړو ما هم ورته وسپارل، سباته جوړ شو، اوس چې غلی دی زما خبره خو دې رد کړي، د کندهار والي حیات الله حیات په یوه ورځ کې ورسره جوړ شو، کولای شي پوښتنه ترې وکړﺉ.»

پر دغو درملو د ډاکترفیروز د روغېدو په اړه مو د عامې روغتیا وزارت د چارواکو ځواب تر لاسه نه شو کړای، خو د کندهار والي حیات الله حیات بیا وایي چې الکوزي دوه ورځې مخکې د ولایتي شورا د یوه غړي په لاس ورته درمل لېږلي و، خو لا یې ترې ګټه نه ده اخيستې او تر اوسه له دغې ناروغۍ نه دی ښه شوی.

په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي نعمت الله کریاب پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي:«دحکیم الکوزي خواته دکرونا ددرملو دموثریت دمعلومولو لپاره ورغلی وم ۔پر موږ یې ماسکونه ایسته کړل او دکرونا دشدیدو ناروغانو سره یې په لوڅ مخ او لاسونو مخامخ کېده، ځینو ملګرو ته یی درمل ورکړل دښیګڼو پته به يې تر سبا ولګي.»

ځینو کسانو ویلي وو چې الکوزي افغان جاپان روغتون ته خپل درمل په ناروغو د تطبیق لپاره وړي، خو د افغان جاپان روغتون سرطبیب ډاکتر جواد نورزی وایي چې الکوزی دغه روغتون ته نه دی ورغلی او دوی هر چا ته اجازه نه ورکوي چې په روغتون کې په خپل سر ناروغانو ته درمل ورکړي.

دی وایي، هر واکسین او درمل باید تجزیه، او ټول جانبي عوارض او ګټي یې وکتل شي او وروسته یې ناروغانو ته د ورکولو په اړه پرېکړه وشي.

په دوو ساعتونو کې، په درېیو څاڅکو رغېدل نا ممکنه ده

د کندهار د طبیبانو د ټولنې مشر احمد شاه بها وايي، الکوزی چې په حاجي لالا مشهور دی او ادعا کوي چې د کرونا درمل یې جوړ کړي، د کندهار د طبیبانو د ټولنې غړیتوب نه لري.

د ده په خبره، دغه ټولنه د درملو د تولید او پلور لپاره اصول لري.

دی وايي، ټولنه یوه کمېټه لري، هر طبیب چې د کومې ناروغۍ درمل جوړوي، لومړی یې باید دغې کمېټې ته د ارزونې لپاره وړاندې کړي، کمېټه د دغو درملو پر اجزاوو، ځانګړنو او جانبي عوارضو بحث کوي او وروسته بیا هماغه طبیب ته د اړوندو درملو د تولید او پلور اجازه ورکوي.

خو هغه زیاتوي چې الکوزي دې ټولنې ته مراجعه نه ده کړې او د هغه له خوا د تولید شوو درملو د اجزاوو په اړه معلومات نه لري، ځکه خو یې نه تاییدولای او نه ردولای شي.

بها وايي، د یوناني طبابت له مخې ناممکنه ده چې ۸۰ یا ۱۰۰ کیلوګرامه وزن لرونکی یو ناروغ دې د درېیو څاڅکو درملو په خوړلو چې ښايي کچه یې له ۵ تر ۱۰ ملي لېټره وي، په یوه یا دوه ساعتونو کې جوړ شي.

خو د کابل پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد،محمود مرهون بیا په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي،ابو ریحان البیروني اکسفور‌‌‌‌‌‌ډ او کامبریج نه و لوستي او نه یې د جان هاپسکن له پوهنتونه دکتورا درلوده، خو په ټوله نړۍ کي د طيب پلار بلل کېږي.

ده همدارنګه لیکلي:«نن بیا له غرو او روغو یو سړي له پنځویشت کلنې تجربې سره را کښته شوی د ابو ریحان هېواد ته د بلا د خلاصون زیری ورکوي خو خلک د دې پر ځای چي خبره یې واوري يا یې دوا ارزیابي کړي ریشخند پر وهي ته خو یې یوار دوا تر لابراتواره یوسه چې څه پېښېږي.

مرهون همدارنګه لیکلي، دنیا همېشه تجربه کارو خلکو جوړه کړې او لوستو خرابه کړې ده.

محمد ګران هم په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي:«عجيب بې غوره او بې مسووليته چارواکي لرو؛ دا دوه ورځې د حکيم الکوزي يوناني درملو، د خلکو ورتګ او ورسره پر کرونا د اخته کسانو روغېدو غوغا جوړه کړې، خو دومره څوک نه پيدا کېږي چې په دې کرونايي چاپېريال کې ورشي، له درملو سره يې لابراتور ته بوځي، درمل يې چک او خلکو ته يې د کره والي، ناکره والي، ګټو او زيانونو په اړه معلومات ورکړي.»

پلاوی څېړنه کوي

خو د عامې روغتیا وزارت د تشخیصیه خدمتونو او لاربراتوارونو مشر عاشق الله سعادتي پژواک خبرې اژانس ته وویل، چې دغه وزارت یو پلاوی ټاکلی ترڅو د الکوزي د درملو په اړه څېړنه وکړي.

ده وویل:« دا ډېره نا ممکنه ده چې یو کس دې په خپل کور کې او په ډېر کم وخت کې واکسین جوړ کړي، هغه کم تر کمه ۱۸ میاشتې څېړنه او وخت غواړي، خو عامې روغتیا وزارت به دده (الکوزي) د درملو ترکیب په اړه څېړنه ترسره کړي او ورسره به خبرې وکړي.»

ده له خلکو وغوښتل چې د عامې روغتیا وزارت لارښوونو ته پام وکړي او په خپل سره درمل و نه کاروي.

تراوسه افغانستان کې ۱۴۵۲۵ کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي او له دغو ناروغانو تر اوسه ۲۴۹ تنه مړه او ۱۳۰۳ تنه بیا بېرته روغ شوي دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.