کابل (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۹۹) : وسله والو طالبانو د افغانستان په اړه د اروپایي ټولنې د وروستۍ اعلامیې په اړه غبرګون ښودلی او په ډاګه کړې یې ده چې بهرنیان دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنې نه کوي.
د اروپایي ټولنې شورا پرون په یوه اعلامیه کې ویلي وو، چې له افغانستان سره ددوی راتلونکي مالي او سیاسي ملاتړ هلته د جمهوریت پر ساتنې او د اسلامي امارت بیا نه راتګ پورې مشروط دی.
د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا ددې اعلامیې په غبرګون کې ویلي چې دوی د افغانستان له سولې پروسې د ملاتړ په اړه د دې اتحادیې د ملاتړ هرکلی کوي.
خو هغه زیاته کړې، چې په یاده اعلامیه کې ځینې داسې ټکي شته چې د افغانانو د خپلواکۍ له حق سره په ټکر کې دي.
طالبانو ویلي : ((له بهر نه تپل شوي نظامونه تل زموږ په هېواد کې د بربادۍ او جګړو لامل ګرځېدلي او افغانانو ته د منلو وړ نه دي. موږ په کراتو په خپلو بیانیو کې ژمنتیا ښودلې چې د نورو په کورنیو چارو کې مداخله نه کوو، نور هم باید د عدم مداخلې نړیوال اصل په اساس زموږ په کورنیو چارو کې د مداخلې هڅې ونه کړي او نه دې له همدې امله د افغانستان مسئله نوره پېچلې کوي.)
مجاهد زیاته کړې، له امریکا سره د شوې توافقنامې په اساس د امریکا متحدین هم ژمن دي چې د افغانستان په داخلي چارو کې به مداخله نه کوي.
د هغه په وینا، دافغانستان د راتلونکي نظام په هکله به په خپله افغانان د بین الافغاني مذاکراتو په ترڅ کې تصمیم نیسي او دا د افغانانو مشروع حق دی.
طالبانو هیله څرګنده کړې چې ټول خپلو ژمنو ته متعهد پاتې شي، د عدم مداخلې بین المللي اصل مراعات کړي او د سولې پروسه زیانمنه نه کړي.
د یادونې ده چې د قطر د تړون تر لاسلیک وروسته، امریکا او روسیې او امریکا او اروپایي ټولنې په ګډو اعلامیو کې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا راتګ سره مخالفت کړی و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن