د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د تورنو کسانو د انځورونو خپرولو او بیا لرې کولو غبرګونونه راپارولي دي

د تورنو کسانو د انځورونو خپرولو او بیا لرې کولو غبرګونونه راپارولي دي

May 30, 2020 - 17:11

کابل (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۹۹):د کورنیو چارو وزارت له خوا د ځینو تورنو کسانو د انځورونو خپرولو او بېرته لرې کولو، د خلکو بېلابېل غبرګونونه راپارولي؛ ځینې یې پر خپرولو او ځینې یې په لرې کولو نیوکې کوي.

کورنیو چارو وزارت پر خپله فېسبوکپاڼه د کابل ښار په خیرخانه سیمه کې د غلا په تور د تورنو کسانو انځورونه خپاره او وروسته یې بېرته له پاڼې لرې کړل.

دغه وزارت له دې وړاندې هم د بېلابېلو جرمونو په تړاو د نیول شویو کسانو انځورونه د څېرې په پټولو او یا هم پرته له هغې خپاره کړي، خو دا ځل د یادو انځورونو خپرولو غبرګونونه راوپاورل.

د وروستیو انځورونو پر خپرولو نیوکې:

د بصیر احمدي په نوم یو تن پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي، په انځورونو کې د هغو کسانو څېرې نه ښودل کیږي، چې د ځانمرګو بریدونو په تړاو نیول کیږي، نو بیا ولې د یو کم عمره پنجشېري ځوان انځور رسنیز شي!؟

د احمد سالم په نوم یو بل تن پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي:"مجرم ته باید له قانون سره سمه جزا ورکړل شي، خو ولې د یوه قوم دمجرمینو انځورونه څرګند نشریږي، دا عمل د کورنیو چارو وزارت له خوا د دغه قوم خلکو ته توهین دی."

دا او دې ته د ورته نیوکو په غبرګون کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي هم دوه ورځې مخکې غبرګون وښود او پر خپله ټویترپانه یې ولیکل:« درنو هېوادوالو، په تاسف سره چې کابل کې د غلا په یوه قضیه کې د تورنو کسانو د انځورونو د خپرولو په تړاو کورنیو چارو وزارت کې زموږ د رسنیو برخې مسوولینو د قضیې حقوقي اړخ ته پام نه دی کړی. ستاسو له اصلاحي نیوکو مننه کوم. د تورنو انځورونه به حذف شي او همکارانو ته به اصلاحي هدایت وکړم.»

د یادو انځورونو په اړه د اندرابي غبرګون په ټولنیزو رسنیو کې د نورو خلکو غبرګونونه راپارولي دي.

د ضیاءالحق په نوم یوه کس پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې که د مجرمینو د هویت څرګندولو په برخه کې توپيري چلند کيږي.

دی وايي:"که د مجرم هويت د قانون پراساس پټ ساتل لازمي وي، نو بايد د ټولو يو شان وساتل شي، نه دا چې دا پنجشېری دی نو زورور دی!"

سلیم خان بیا ویلي چې د کورنيو چارو سرپرست وزير د «جنايتکارانو له ملاتړو؛ ځکه بښنه غوښتې چې هغه خلک د پنجشېر وو»

هغه وایي چې تر دې مخکې د زرګونو جنايتکارانو انځورونوخپرېدل، خونه چا اعتراض کاوه او نه هم وزیر بښنه غوښته.

د ټولنیزو رسنیو ځینو فعالانو لا په دې مسئله کې د کورنیو چارو وزارت د نشراتو څانګې مسوول نجیب ننګیال ته د دسیسې د جوړېدو خبره هم کوي.

د ارشاد رغاند په نوم یوه تن،مسعود اندرابي ته خطاب کې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې که د دغه وزارت د رسنیو له رئیس نجیب ننګیال سره شخصي کینه لري نو بېل بحث دی او کنه له کلونو راهیسې د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه په همدې ډول خپریږي.

دی وايي:"په مهرباني سره د هېواد کادرونه لکه ننګیال د دسیسو ښکار کوئ مه چې ښه پیغام نه لري."

د صلاح الدین کبیر په نوم بل کس پر خپله فېسبوکپاڼه نجیب ننګیال ته په اشارې لیکلي چې هغه له جنايي مجرمينو نقاب لرې کول پيل کړي او باید ملاتړ یې وشي.

د کورنیو چارو وزارت له ویاند طارق ارین او د نشراتو څانګې رئیس نجیب ننګیال څخه مو د واټساپ له لارې په دې اړه وپوښتل، خو تر اوسه مو ځواب نه دی تر لاسه کړی.

د افغانستان جزا کود په پنځمه ماده کې راغلي:«برائت ذمه اصلي حالت دی. شخص تر هغه وخته پورې چې د واکمنې محکمې په قطعي حکم محکوم علیه ګڼل شوی نه وي؛ بې ګناه پېژندل کیږي.»

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استادې شهلا فرید وایي، د قانون له مخې هیڅوک حق نه لري چې د شکمنو یا تورنو کسانو انځورونه خپاره او د هغوی شخصیت زیانمن کړي.

هغې د کورنیو چارو وزارت له خوا د انځورونو د خپرولو او بیا لرې کولو په اړه وویل:« زه فکر کوم چي دغه موضوع ممکن د یوې ډلې له خوا د فشار راوړلو له امله یا هم د یوې ډلې د پلوۍ په موخه شوې وي، خو قانون یو قانون دی او په ټولو باید یو شان پلی شي. »

شهلا فرید وایي چې د مجرم انځورونه هغه وخت خپرېدای شي چې با صلاحیته محکمه یې په اړه پرېکړه وکړي. 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan