کابل (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۹۹):د کورنیو چارو وزارت له خوا د ځینو تورنو کسانو د انځورونو خپرولو او بېرته لرې کولو، د خلکو بېلابېل غبرګونونه راپارولي؛ ځینې یې پر خپرولو او ځینې یې په لرې کولو نیوکې کوي.
کورنیو چارو وزارت پر خپله فېسبوکپاڼه د کابل ښار په خیرخانه سیمه کې د غلا په تور د تورنو کسانو انځورونه خپاره او وروسته یې بېرته له پاڼې لرې کړل.
دغه وزارت له دې وړاندې هم د بېلابېلو جرمونو په تړاو د نیول شویو کسانو انځورونه د څېرې په پټولو او یا هم پرته له هغې خپاره کړي، خو دا ځل د یادو انځورونو خپرولو غبرګونونه راوپاورل.
د وروستیو انځورونو پر خپرولو نیوکې:
د بصیر احمدي په نوم یو تن پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي، په انځورونو کې د هغو کسانو څېرې نه ښودل کیږي، چې د ځانمرګو بریدونو په تړاو نیول کیږي، نو بیا ولې د یو کم عمره پنجشېري ځوان انځور رسنیز شي!؟
د احمد سالم په نوم یو بل تن پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي:"مجرم ته باید له قانون سره سمه جزا ورکړل شي، خو ولې د یوه قوم دمجرمینو انځورونه څرګند نشریږي، دا عمل د کورنیو چارو وزارت له خوا د دغه قوم خلکو ته توهین دی."
دا او دې ته د ورته نیوکو په غبرګون کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي هم دوه ورځې مخکې غبرګون وښود او پر خپله ټویترپانه یې ولیکل:« درنو هېوادوالو، په تاسف سره چې کابل کې د غلا په یوه قضیه کې د تورنو کسانو د انځورونو د خپرولو په تړاو کورنیو چارو وزارت کې زموږ د رسنیو برخې مسوولینو د قضیې حقوقي اړخ ته پام نه دی کړی. ستاسو له اصلاحي نیوکو مننه کوم. د تورنو انځورونه به حذف شي او همکارانو ته به اصلاحي هدایت وکړم.»
د یادو انځورونو په اړه د اندرابي غبرګون په ټولنیزو رسنیو کې د نورو خلکو غبرګونونه راپارولي دي.
د ضیاءالحق په نوم یوه کس پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې که د مجرمینو د هویت څرګندولو په برخه کې توپيري چلند کيږي.
دی وايي:"که د مجرم هويت د قانون پراساس پټ ساتل لازمي وي، نو بايد د ټولو يو شان وساتل شي، نه دا چې دا پنجشېری دی نو زورور دی!"
سلیم خان بیا ویلي چې د کورنيو چارو سرپرست وزير د «جنايتکارانو له ملاتړو؛ ځکه بښنه غوښتې چې هغه خلک د پنجشېر وو»
هغه وایي چې تر دې مخکې د زرګونو جنايتکارانو انځورونوخپرېدل، خونه چا اعتراض کاوه او نه هم وزیر بښنه غوښته.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن