ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فاریاب والي نقیب الله فایق پر کرونا اخته شوی

د فاریاب والي نقیب الله فایق پر کرونا اخته شوی

author avatar
30 May 2020 - 15:12
د فاریاب والي نقیب الله فایق پر کرونا اخته شوی
author avatar
30 May 2020 - 15:12

میمنه (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۹۹): د بلخ د عامې روغتیا رییس وایي چې د فاریاب د والي د کرونا ټیسټ نتیجه مثبته تثبیت شوې ده.

د بلخ د عامې روغتیا رییس نظام الدین جلالي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د نقیب الله فایق معاینات څو ورځې مخکې د دغه ولایت لابراتوار ته ور لېږل شوي وو چې نن مثبت تثبیت شول.

فایق پژواک ته په ټیلېفون کې وویل چې د بلخ د عامې روغتیا رییس له ادرسه یې پیغام ترلاسه کړی چې د ټیسټ نتیجه یې مثبته ده.

فایق که څه هم خپل عمومي وضعیت ښه بولي خو وایي چې سر له ننه ځان په کور کې کرنټین او تر یوې مودې به خپل اداري کارونه له هغه ځایه ترسره کوي.

هغه زیاته کړه چې له دې مخکې یې موټر چلوونکی او یو ساتونکی پر کرونا اخته شوي وو خو دی دې ته اندېښمن دی چې د ولایت نور کارکوونکي او مور یې چې ضعیفه هم ده، پر کرونا اخته نه وي.

د فاریاب د عامې روغتیا رییس ډاکتر محمد نعیم مصمم وایي چې د خلکو بې پروایي لامل شوې چې د یاد ویروس د ډېر خپرېدو لامل شي، دمګړۍ په هر کور کې دوه کسان پرې اخته دي او وضعیت له کنټروله وتلی دی.

هغه وویل چې تر اوسه فاریاب کې ۱۱۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له ډلې یې اته کسان مړه شوي او پنځه روغ شوي دي.

دغه راز د فاریاب والي پرون مازدیګر قطور کلي ته د یوې کورنۍ لیدو ته چې په وروستیو دوو اوونیو کې یې د کرونا له امله دوه ښځې مړې شوې وې، تللی و.

د فاریاب والي خبرداری ورکړ چې په دغه ولایت کې د کرونا له امله د مړه شوو شمېر ډېر دی، دوی په هڅه کې د دغو مړینو دقیق حساب معلوم کړي.

د فاریاب روغتون د کوویډ ۱۹ څانګې یوه ډاکتر چې نه یې غوښتل نوم واخلي، پژواک ته وویل چې پر کرونا د والي د اخته کېدو علت په مکرر ډول له دغه روغتونه د هغه لیدنه وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.