ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سعودي د افغان کډوالو ستنولو پروسې سره د ۳۰ میلیونه ډالرو مرسته وکړه

سعودي د افغان کډوالو ستنولو پروسې سره د ۳۰ میلیونه ډالرو مرسته وکړه

author avatar
30 May 2020 - 16:42
سعودي د افغان کډوالو ستنولو پروسې سره د ۳۰ میلیونه ډالرو مرسته وکړه
author avatar
30 May 2020 - 16:42

کابل (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۹۹) : د مالیې وزارت د افغان کډوالو د داوطلبانه راتګ په موخه د سعودي عربستان سفارت او د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمشنرۍ دفتر سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د مالیې وزارت وایي، په ټوله کې د دې هوکړې ارزښت ۳۰ میلیونه امریکایي ډالر دی چې په څو پړاوونو کې به پلي شي.

د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وایي، نن د یاد هوکړه لیک لومړی فاز د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت لاسلیک شو چې د ۲۰۲۱ کال تر پای پورې به پلي شي.

د هغه په وینا، د دې هوکړه لیک لومړی پړاو په ۱۲ ولایتونو کې د ۷ روغتیایې مرکزونو او کلینیکونو جوړول، په ۸ ولایتونو کې د ۱۳ ښوونځیو جوړول او په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۱ کوچنیو او متوسطو زیربنایي پروژو پلي کول دي.

مسجدي وایي، یادې پروژې د پنا غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ له لوري پلي کیږي چې د ملي بودیجې څخه بهر د سعودي عربستان پراختیایي صندوق له لوري تمویلیږي.

سرچینې زیاته کړې، یادې پروژې د روغتیایې وضعیت ښه کېدو، پوهنې او د هغو افغان ګډوالو لپاره چې بېرته وطن ته راستنیږي په زیربنایي چارو کې به مرسته وکړي. نور فازونه یې چې ۲۰ میلیونه ډالر کیږي د لومړي فاز په ختمېدو سره به په راتلوونکو پړاوونو کې پلي شي.

د مالیې نوماند وزیر او سرپرست عبدالهادي ارغندیوال، چې د افغانستان لپاره د سعودي عربستان له سفیر او په افغانستان کې د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ دفتر له رییس سره په همدې موخه ناسته درلوده، د افغان کډوالو بېرته راستنېدو او له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د سعودي عربستان شاهي هېواد له مرستو او همکاریو مننه وکړه.

هغه زیاته کړه، چې د افغانستان حکومت د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو غوښتونکی دی او هڅه کوي، چې د هغوی لپاره اړینه زېربنا برابره کړي. همدا شان د مالیې وزارت سرپرست، د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ څخه وغوښتل، چې لګښتونه دې په رڼه توګه او اغېزمن ترسره کړي.

په افغانستان کې د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د دفتر رییس وویل، دوی هڅه کوي دغه لګښتونه په رڼه او اغېزمنه توګه ولګوي او د اړوندو چارو او کړنو راپور د افغانستان او سعودي عربستان حکومتونو ته وړاندې کړي.

د افغانستان لپاره د سعودي عربستان سفیر وویل، چې افغانستان یې ملګری هېواد دی او خوښ دي چې له دې هېواد سره مرسته کوي.

نوموړي زیاته کړه : (( چې موږ د یوه با ثباته افغانستان غوښتونکي یو او له افغانستان سره زموږ مرستې له څو اړخونو روانې دي او زموږ د نن ورځې مرسته افغانستان ته د افغان کډوالو د با عزته راستنېدو لپاره ده ))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.