ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو په یوشمېر ولایتونو کې د دولت ۷۳ نور بندیان خوشي کړل

طالبانو په یوشمېر ولایتونو کې د دولت ۷۳ نور بندیان خوشي کړل

author avatar
30 May 2020 - 18:05
طالبانو په یوشمېر ولایتونو کې د دولت ۷۳ نور بندیان خوشي کړل
author avatar
30 May 2020 - 18:05

کابل (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۹۹): طالبان وایي، نن یې یوځل بیا په بلخ، کندوز، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د حکومت ۷۳ نور بندیان خوشي کړل.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې طالبانو دغو بندیانو ته جامې او هر یوه ته ۵۰۰۰ افغانیو ورکړي او خپلو کورونو ته استول شوي دي.

هغه وایي چې د دغو کسانو په خوشي کولو سره تراوسه د طالبانو له خوا د حکومت ټول ۴۲۰ تنه بندیان خوشي شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت هم تر اوسه د طالبانو شاوخوا دوه زره بندیان خوشي کړي دي.

د بندیانو خوشي کولو لړۍ د تېرې میاشتې د وري له پنځلسمې پیل شوې ده.

د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په لسمه په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوي تړون له مخې باید په لنډه موده کې د سولې بین الافغاني خبرې پیل او له دغو خبرو مخکې د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان او د حکومت ۱۰۰۰ بندیان خوشي شوي وای.

د یاد تړون له لاسلیک وروسته ولسمشر محمد اشرف غني لومړی د بندیانو له خوشي کولو انکار وکړ او ویې ویل چې له امریکا سره یې په دې اړه کومه ژمنه نه ده کړې، خو وروسته یې د یوې زماني مودې په ترڅ کې په مشروط ډول د بندیانو خوشي کولو فرمان ورکړ، خو د سولې بین الافغاني خبرې لا هم نه دي پیل شوې.

دغه لړۍ له اختر نه مخکې ودرول شوه،خو کله چې طالبانو د اختر په درېیو ورځو کې اوربند اعلان کړ، حکومت هر کلی ترې وکړ او د بندیانو د خوشي کولو لړۍ د پخوا په پرتله چټکه شوه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.