ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر له کرونا سره د مبارزې لګښتونو د څېړنو لپاره اووه ماده ییز حکم صادر کړ

ولسمشر له کرونا سره د مبارزې لګښتونو د څېړنو لپاره اووه ماده ییز حکم صادر کړ

author avatar
30 May 2020 - 11:36
ولسمشر له کرونا سره د مبارزې لګښتونو د څېړنو لپاره اووه ماده ییز حکم صادر کړ
author avatar
30 May 2020 - 11:36

کابل (پژواک، ۱۰چنګاښ۹۹): د ولسمشر د حکم په اساس د پلټنو اداره له کرونا ویروس سره د مبارزې منابعو د مدیریت او مصرف د څرنګوالي اړوند شکایتونه او راپورونه ارزوي.

دا په داسې حال کې ده چې د چنګاښ په دویمه پژواک خبري اژانس یو راپور خپور کړ چې هېواد کې د کرونا ناروغان د اکسېجن د کمښت له امله مري، خو له افغانستان سره د کرونا ویروس مقابلې لپاره د مصنوعي تنفس له مرسته شویو الو ۳۲ یې پاکستان ته قاچاق شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت لومړی دا راپور رد کړ، خو وروسته یې اعلان وکړ چې په دې اړه پلټنې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا لګښتونو د څرنګوالي په اړه تر دې مخکې هم له بېلابېلو ولایتونو څخه خلکو شکایتونه کړي وو.

 له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشرمحمداشرف غني د کرونا ویروس خپرېدو سره د مبارزې منابعو د مدیریت او مصرف د څرنګوالي اړوند شکایتونو او راپورونو د ارزونې په اړه اووه ماده یي حکم صادر کړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، د حکم د لومړۍ مادې پر بنسټ کرونا ویروس خپرېدو سره د موثرې مبارزې په برخه کې د اړوندو دولتي ادارو دندو، واکونو، کړنو، فعالیتونو او د خدماتو وړاندې کولو ته په کتو د قانون د حاکمیت، شفافیت، ځواب ویلو او مسوولیت منلو په موخه د حکومت له ژمنو سم تطبیق څخه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره راتلونکي موارد منظور دي.

د یاد حکم دویمې مادې بازرس اداره موظفه کړې چې د لومړۍ مادې موخو ته په کتو د دې حکم د موضوع اړوند د اداري فساد مواردو په اړه شکایتونه او راپورونه د جمهوررئیس د ۲۲/۲/ ۱۳۹۷نېټې د (۳) ګڼې فرمان په رعایت سره وارزوي.

د ولسمشر د حکم د درېیمې مادې د لومړي بند د حکم له مخې بازرس اداره د دې حکم د موضوع اړوند شکایتونه او راپورونه له حقیقي اشخاصو، رسنیو، مدني ټولنې بنسټونو، څېړنیزو او علمي مرکزونو او نورو حکمي اشخاصو څخه ترلاسه او ارزوي.

همدارنګه د دویم بند د حکم په اساس شکایتونه او راپورونه په حضوري، د ایمیل، ټیلیفون او یا نورو ممکنه وسایلو له لارې د ترلاسه کېدو وړ دي.

سرچينه زیاتوي، څلورمه ماده د پلټنو ادارې د کړنو په اړه حکم کوي چې:« دغه اداره د موضوع د وضاحت لپاره شکایتونه، راپورونه او حمایوي اسناد او مدارک له ادارو څخه غواړي،بازرس اداره د خپلو ارزونو د پایلو له مخې هغه موارد چې جرمي او جزایي ماهیت ولري اړوند عدلي مراجعو ته راجع کوي،،بازرس اداره د نورو هغو مواردو په اړه چې د دې مادې په (۲) فقره کې شامل نه وي، خپلې اصلاحي سپارښتنې د ارزول شویو ادارو د مسوولینو په ادرس صادروي، د پلټنو اداره د اداري فساد جرمونو اطلاع ورکوونکو څخه د ملاتړ قانون د حکمونو په رعایت له شکایت کوونکي یا اطلاع ورکوونکي څخه ملاتړ کوي.

د پلټنو اداره د قانون مطابق اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون مطابق د خپلو کړنو راپور د عامه پوهاوي په موخه خپروي. » د حکم پنځمه ماده د ادارو د مکلفیتونو په اړه حکم کوي چې،ټولې دولتي ادارې او اشخاص مکلف دي چې د دې حکم اړوند موضوع کې د پلټنو ادارې سره هراړخیزه همکاري وکړي او د هغې ادارې د اړتیا وړ اسناد او مدارک په اختیار کې ورکړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دې حکم اړوند تر ارزونې لاندې ادارې د لومړۍ مادې او د ۲۲/۲/ ۱۳۹۷نېټې د (۳) ګڼې فرمان او همدارنګه د ۱۳/۵/۱۳۹۸نېټې د ۵۶ګڼې فرمان په رعایت مکلف دي د پلټنو ادارې د غوښتنې په صورت کې د یادې ادارې له لوري ټاکل شوې موده کې، حاضر شي. د یادونې ده د دغه حکم د شپږمې مادې له مخې د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر عمومي ریاست مکلف دی چې د دې حکم اړوند د بازرس ادارې د امنیت او خوندیتوب په ګډون د هغې ادارې د اړتیا وړ منابع او امکانات برابر او په اختیار کې ورکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.