ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر شپږ میلیونو ته ورسېد

په نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر شپږ میلیونو ته ورسېد

author avatar
30 May 2020 - 15:33
په نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر شپږ میلیونو ته ورسېد
author avatar
30 May 2020 - 15:33

کابل (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۹۹) : د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېره شپږ میلیونو ته رسیدلې چې شاوخوا ۳۰ سلنه یې یواخې امریکا کې دي.

د کرونا ويروس چې شاوخوا پنځه میاشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو او سیمو کې خپور شوى دى.

په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په اروپا او امريکا کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېره له شپږ میلیونو اوښتې ده.

دغې سرچینې زیاته کړې چې شاوخوا دوه میلیونه او ۷۰۰ زره نور ناروغان چې پر دې ناروغۍ اخته وو، بېرته روغ شوي دي.

د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې ۳۶۷ زره کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

سرچینې زیاته کړې, دغه ویروس تر ټولو زیات امریکا ځپلې، هلته پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېره یو میلیون او ۸۰۰ زرو څخه اوښتې او ۱۰۴ زره کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

تر امریکا وروسته برازیل له کرونا ډېره ځپل شوی، هلته ۴۷۰ زره کسان پرې اخته، او ۲۸ زره مړه شوي، دغه راز روسیه په دریېم مقام کې ده، هلته ۳۹۶ زره کسان پرې اخته ، خو یواځې څلور نیم زره کسان مړه شوي دي.

دغه راز هسپانیه ، بریتانیا، فرانسه، ایټالیا، جرمني ، ترکیه او هندوستان هغه هِوادونه دي چې د کرونا له امله ډېر کسان ناروغه او مړه شوي دي.

په افغانستان کې هم دا ویروس په تیزۍ سره د خپرېدو په حال کې دی، تر اوسه څه دپاسه ۱۴ نیم زره کسان پرې اخته، ۲۴۹ مړه او ۱۳۰۳ تنه بېرته روغ شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.