ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاریون کوونکي: د سپین بولدک- چمن لار دې د پخوا په څېر پرانیستل شي

لاریون کوونکي: د سپین بولدک- چمن لار دې د پخوا په څېر پرانیستل شي

author avatar
31 May 2020 - 15:45
لاریون کوونکي: د سپین بولدک- چمن لار دې د پخوا په څېر پرانیستل شي
author avatar
31 May 2020 - 15:45

کندهار (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۹۹): د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو لاریون وکړ او غوښتنه یې کوله چې د سپین بولدک- چمن لار دې د پخوا په څېر پرانیستل شي.

لاریون کوونکي وايي، د پاکستان له خوا وروستيو لګول شوو محدودیتونو د فرضي کرښې دواړو غاړو ته د پرتو سلګونو زرو قبایلي اوسېدونکو ژوند له غربت او نورو راز راز ستونزو سره مخ کړی دی.

د لاریون یوه تنظیموونکي او پر ډیورنډ کرښه د پرتو پنځو ولسوالیو د قومي شوراګانو مشر محمد داوود افغان د غبرګولي  په ۱۱مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې لاریون کې د دغو ولسوالیو زرګونو اوسېدونکو ګډون کړی وو او د پاکستان له خوا یې د سپین بولدک- چمن لارې د بندېدو غندنه وکړه.

هغه زیاته کړه، د پاکستان له خوا لګولو شوو وروستیو بندیزونو او محدودیتونو نه یوازې پر دې لار د خلکو تګ راتګ له ستونزو سره مخ کړی، بلکې دواړو غاړو ته د پرتو سلګونو زرو قبایلي اوسېدونکو ژوند او کاروبار یې اغېزمن کړی دی.

دی وايي، پاکستان په دې وروستیو کې د لارې د بندېدو تر څنګ نوی محدودیت وضع کړی چې خلک دې پر دې لار په پاسپورټ او وېزه تګ راتګ وکړي.

نوموړي وویل، دواړو غاړو ته پراته قبایل له تېرو لسګونو کلونو راهیسې له یوه او بل سره دوستۍ او کاروباري اړیکې لري او تل یې له پاسپورټ او وېزې پرته تګ راتګ کړی چې دا د دغو خلکو قانوني حق دی، ځکه نو د پاکستان دا پرېکړه ناسمه ده.

داوود افغان غوښتنه کوي چې د سپین بولدک- چمن لار دې د پخوا په څېر پرانیستل شي او وضع شوي محدودیتونه او بندیزونه دې لرې شي.

ده ګواښ وکړ، که د خلکو دا غوښتنې و نه منل شي نو دوی به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي.

د سردار محمد په نوم د سپین بولدک یوه اوسېدونکي او د لاریون برخه وال پژواک ته وویل: ((موږ پښتانه له تېرو لسګونو کلونو راهیسې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته ژوند کوو چې د پاکستان له خوا د لارې د بندېدو او نورو بندیزونو له امله له سختو ستونزو سره مخ یوو.))

دی هم وايي چې دغو بندیزونو د سلګونو زرو کسانو ژوند له غربت او بې روزګارۍ سره مخ کړی دی.

نوموړی د سیمې پر مشرانو او حکومت غږ کوي چې د دوی د ستونزو د حل لپاره اقدام وکړي.

د یادونې ده چې د کرونا د خپرېدو د مخنیوي له امله پاکستان دوه میاشتې مخکې د تورخم تر څنګ د سپین بولدک لار هم د خلکو او سوداګرۍ پر مخ تړلې وه، خو درې اوونۍ مخکې یې په اوونۍ کې درې ورځې یاده لار د سوداګرۍ پر مخ پرانیستله او کله کله یې د مسافرینو پرمخ هم پرانیستې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.