ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نوراغاملکزی:ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو وروستۍ چاودنه کې حضرت علي لاس لري

نوراغاملکزی:ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو وروستۍ چاودنه کې حضرت علي لاس لري

author avatar
31 May 2020 - 20:56
نوراغاملکزی:ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو وروستۍ چاودنه کې حضرت علي لاس لري
author avatar
31 May 2020 - 20:56

جلال اباد (پژواک, ۱۱ غبرګولی ۹۹): په ولسي جرګې کې د ننګرهار د خلکو استازي ملک قيس نوراغا ملکزي د يادې جرګې پر بل غړي حاجي حضرت علي تور پورې کړ چې د خېوې ولسوالۍ په وروستي ځانمرګي بريد کې لاس لري.

خو د حضرت علي زوی اود ننګرهار د ولایتي شورا رییس احمد علي حضرت دا ادعا ردوي او وایي چې ثبوت او اسناد دې محکمې ته وړاندې کړي.

په دغه پېښه کې چې د غويي په ۲۳مه د سيمه ييزو پوليسو د يو پخواني قوماندان د جنازې په مراسمو کې شوې وه د ولسي جرګې غړي نوراغا ملکزي د زوی او د ولايتي شورا غړي لالا خان په ګډون تر دېرشو ډېر کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۱۳۲ نور کسان ټپيان شوی وو.

د ولسي جرګې غړي ملک قيس نوراغا ملکزي د غبرګولي په ۱۱مه جلال اباد ښار کې د يو رسنيز کنفرانس پرمهال تور پورې کړ چې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو بل استازی حاجي حضرت علي ياده پېښه کې لاس لري.

نوموړی که څه هم نه وايي، چې حضرت علي ولې دا چاره ترسره کړې خو زیاتوي، د دغې موضوع په تړاو کره اسناد په لاس لري چې لومړی ځانمرګی بريد شوی او بيا يې زوی (د ولايتي شورا غړی لالا خان) او يو شمېر نور کسان پر ډزو وژل شوي دي.

هغه زياته کړه: ((ورسره نور کسان هم دي يو د قول اردو د درېیمې لوا د لومري کنډک قوماندان رحمت الله نومېږي او بل کس يې جنرال مومن خان نومېږي چې د ملي امنيت د ۹۰۹ قوې قوماندان دی، درېيمه ډله محلي پوليس دي د خېوې چې سل کسان دي، د دوی په مرميو کی د خېوې خلک سوري سوري شول.))

د ولسي جرګې دغه غړی غوښتنه کوي چې ياده قضيه دې په بې طرفه توګه په داسې ډول وڅېړل شي چې دی په ټولو څېړنو کې حاضر وي او د دروازو تر شا څېړنې نه وي, ځکه په خبره يې حضرت علي خلکو ته ويلي چې حکومت کې پرې د چا زور نه رسېږي.

هغه پر حکومت هم نيوکه وکړه چې د خېوې موضوع د څېړلو چارې نه ترسره کوي او يوازې دوی په يوه او بله وعده غولوي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې بل غړی عبدالکريم کريم هم چې په دغه خبري کنفرانس کې موجود و ، وویل ځکه يې د نوراغا ملکزي ملګرتيا کړې چې د خپل ولس غږ يې پورته کړی.

دی وايي، د ملکزي ملاتړ تر هغه کوي چې خپلې ادعاوې ثابتې کړي که ادعاوې يې ثابتې کړې د حق غوښتنې لپاره به ورسره تر اخره ولاړ وي او که ادعاوې يې تشې اوازې وي نو خپله لاره به ترې جلا کړي.

خو د ننګرهار د ولايتي شورا رييس او د ولسي جرګې د غړي حضرت علي زوی احمد علي حضرت بيا د نوراغا ملکزي دغه ادعا چې ګواکې د خېوې په پېښه کې حضرت علي لاس لري رد کړه او ټينګار يې وکړ چې که دغه ادعا يې ثبوت کړه, نو څارنوالۍ او محکمې دواړو ته حاضر دي.

هغه وويل: ((دا لومړی ځل نه دی چی دوی بې ځایه دعوه کوي خو اسناد نه لري، پروسږکال چې هم کومه چاودنه د ولايت مخې ته شوې وه ، هغې کې يې هم ويل چې زموږ لاس دی، هره هغه موضوع چې کېږي د هغه ګټه په کې نه وي، نو پر موږ یې اړوي، نه پوهېږم چې خوب ګوري او که د چا له خوا ورته ويل کېږي هر څه چې وشول وايي دا د دوی کار دی.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.