هرات ښار (پژواک، ١١ غبرګولى ٩٩): د هرات حکومتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په مربوطاتو کې د ترافيکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ نهه غړي مړه شوي دي.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد د غبرګولي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د هرات-کندهار پر لويه لار د ادرسکن ولسوالۍ په مربوطاتو کې يو مسافر وړونکى موټر له يوه باروړونکي موټر سره لګېدلى دى.
هغه وايي چې په دغه پېښه کې درې مېرمنې، څلور ماشومان او دوه نارینه مړه شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، مړه شوي کسان ټول د يوې کورنۍ غړي او د کاپيسا ولايت اوسېدونکي دي.
د يادونې ده چې ډېرى مهال دغه شان ترافيکي پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او يا هم د سړکونو د خرابوالي له امله رامنځته کيږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن