ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د ژورنالېستانو پر موټرچاودنه په نړیواله کچه وغندل شوه

کابل کې د ژورنالېستانو پر موټرچاودنه په نړیواله کچه وغندل شوه

author avatar
31 May 2020 - 17:39
کابل کې د ژورنالېستانو پر موټرچاودنه په نړیواله کچه وغندل شوه
author avatar
31 May 2020 - 17:39

کابل (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۹۹) : ملګرو ملتونو، امریکا، ناټو، اروپایي ټولنې او ګڼ شمېر نورو نړیوالو سازمانونو او هېوادونو په کابل کې د ژورنالېستانو پر موټر برید غندلی دی.

پرون تر غرمې وروسته د کابل ښار د څلورمې حوزې په ساحه کې د خورشید خصوصي تلوېزیون د کارکوونکو پر موټر چاودنه شوې وه، چې له امله یې دوه ژورنالېستان ووژل شول او شپږ نور ټپیان شوي وو.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریز د یاد برید دغندلو ترڅنګ ویلي ، کله چې پر ژورنالېستانو برید کیږي، په اصل کې دا پر ټولنو برید دی.

هغه زیاته کړې، په هیڅ هېواد کې ډیموکراسي په بشپړه تر هغه نه عملي کیږي، څو پورې چې هلته رسنۍ خپلواکي ونه لري او رسنۍ له ژورنالېستانو پرته نیمګړې وي.

په افغانستان کې د بریتانیا سفیرې الیس بلیک هم دا برید غندلې او د قربانیانو او رسنیو له کورنیو سره یې غمشریکي کړې ده.

په کابل کې د امریکا سفارت په کابل کې پرونۍ چاودنه غندلې او دا یې د رسنیو او د بیان د ا زادۍ پر وړاندې برید ګڼلی دی.

دغه راز، ناټو ، اروپایي ټولنې او په کابل کې د یو شمېر هېوادونو سفارتونو هم یاد برید په کلکه غندلی او د افغانستان له رسنیو یې خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

ددې ترڅنګ د رسنیو او ژورنالېستانویو شمېر نړیوالو سازمانونو هم دغه چاودنه غندلې او د دوی پر امنیت یې ټینګار کړی دی.

د خبریالانو د خونیدتوب کمېټې هم د خورشید تلوېزیون پر کارکوونکو چاودنه غندلې او له امنیتي ځواکونو یې غوښتي چې د یادې پېښې مسوولین پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.

دغه راز د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي، د مصالحې شورا مشر ډاکتر عبدالله، د بهرنیو چاروسرپرست وزیر حنیف اتمر، د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم دا برید غندلی دی.

د خورشید تلوېزیون یو تن مسوول رفیع صدیقي د خپلو همکارانوپر وژنې د ویر او غمشریکۍ څرګندولو ترڅنګ وایي چې دوی کوم ګواښ نه و ترلاسه کړی.

هغه وایي چې تېر کال هم د دوی پر مامورینو د چاودنې له امله یې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.