ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې لاریون کوونکي له حکومته غواړي چې حکیم الکوزي ته د کار اجازه ورکړي

کابل کې لاریون کوونکي له حکومته غواړي چې حکیم الکوزي ته د کار اجازه ورکړي

author avatar
31 May 2020 - 11:58
کابل کې لاریون کوونکي له حکومته غواړي چې حکیم الکوزي ته د کار اجازه ورکړي
author avatar
31 May 2020 - 11:58

کابل (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۹۹): د کابل ښار په کارته مامورین ساحه کې ګڼو خلکو لاریون کړی او له حکومته غواړي څو «طبیب الکوزي» ته اجازه ورکړي چې خلکو ته د کرونا ضد درمل ورکړي.

له دوو ورځو را په دېخوا د محمد الکوزي په نوم یو کس چې له کندهاره کابل ته راغلى، دعوه کوي چې د نبوي او يوناني طب په مرسته يې داسې درمل جوړ کړي چې د درېیو څاڅکو په خوړو سره یې په کرونا ويروس اخته ناروغ په دوو ساعتونو کې رغېږي.

هغه چې د کارته مامورین څلورلارې ساحه کې یې په یوه روغتون کې کار کاوه، ډلې ډلې خلک به ورتلل او درمل به یې ترې اخیستل، خو پرون د عامې روغتیا وزارت د الکوزي دغه کار بند کړ او ویې ویل چې تر هغه باید فعالیت ونه کړي چې درمل یې نه وي څېړل شوي. 

خو نن سهار په دې سیمه کې ډېرو کسانو د حکومت پر یادې پرېکړې اعتراض کړی او د کارته مامورین په سیمه کې یې تر اوسه (له غرمې مخکې ۱۱ بجې) لار بنده کړې ده.

لاریون کوونکي وایي، حکیم الکوزي ته باید اجازه ورکړل شي چې خلکو ته درمل ورکړي او ادعا کوي چې دغه حکیم د عامې روغتیا وزارت له خوا وړل شوی دی.

د حیات الله حلیم  په نوم له دغو کسانو یو کس پژواک خبري اژانس ته وویل: «څو چې له چین څخه موږ ته درمل را رسېږي، ټول خلک به مړه وي، دولت باید دغه حکیم ته اجازه ورکړي چې د خلکو درملنه وکړي.»

هغه وویل: «له سهاره راهيسي دلته شاوخوا درې زره کسان راټول دي او دغه لاریون دقیقه په دقیقه نور هم زیاتېږي، خلک نور زیات ستړي دي، حکومت د دې ناروغي په اړه هېڅ روښانه دریځ نه لري.»

د ده په وینا، حکیم الکوزی وایي چې په ذمه وارۍ او په وړیا توګه پر کرونا د اخته کسانو درملنه کوي او خلک ترې ګټه هم اخیستې، نو بیا ولې یې حکومت د کار مخنیوی کوي.

یو بل لاریونوال عمران ادعا کوي چې پرون د عامې روغتیا وزارت له دغه حکیم څخه غوښتې وو چې خپل درمل دغه وزارت ته ورکړي څو یې پر خلکو وپلوري.

هغه وایي، حکومت ځکه د دغه کس کار بند کړی چې خلکو ته په وړیا توګه درمل ورکوي او د دوی د غلا مخه یې ډپ کړې ده.

د روح الله په نوم له لاریون کوونکو یو بل تن هم وایي، خلکو ځکه لاریون کړی او غوښتنه کوي چې الکوزي ته د درملو د توزیع اجازه ورکړل شي؛ ځکه چې دوا یې هم وړیا ده او هم ناروغانو ته ګټه کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.