کابل (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۹۹): د افغانستان حکومت وایي چې د ولسمشر غني د اختر له فرمان سره سم یې دوه زره بندیان خوشي کړي چې له دې سره د ټولو خوشي شوو طالب بندیانو شمېر درې زرو ته ورسېد.
ولسمشر اشرف غني د اختر په ورځو کې د طالبانو له خوا د اوربند له اعلان سره سم د هغوی د دوه زره بندیانو خوشي کولو اعلان کړی و.
له دغه اعلان سره دوه زره بندیان د اختر په ورځو کې خوشي او زر نور بندیان له اختر مخکې خوشي شوي وو.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل د غبرګولي په ۱۱مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې حکومت په تېرو دوو ورځو کې د طالبانو زر نور بندیان خوشي کړي دي.
هغه زیاته کړه چې ډېری بندیان د بګرام او څرخي پله له زندانونو خوشي شوي، دغه راز د نورو ولایتونو له زندانونو یې هم د طالبانو یو شمېر بندیان خوشي کړي دي.
د فیصل په وینا، تر پرون ماښامه پورې ۷۱۰ او پاتې نور د شپې په جریان کې تر نن سهاره پورې خوشي شوي دي.
بلخوا طالبانو هم په تېرو دوو ورځو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د حکومت شاوخوا ۱۵۰ بندیان خوشي کړي دي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي چې دوی تر اوسه د حکومت ۴۲۰ بندیان خوشي کړي دي.
خو حکومت وایي چې د طالبانو له خوا په خوشي شوو بندیانو کې یو شمېر ملکي وګړي او د حکومت ملکي مامورین هم شامل دي.
په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د ۱۳۹۸ کال د کب میاشتې په ۱۰مه د لاسلیک شوي تړون له مخې باید حکومت د طالبانو پنځه زره بندیان او طالبان د حکومت زر بندیان خوشي کړي.
په لومړیو کې افغان حکومت د دغو بندیانو له خوشي کولو اعلان وکړ، خو وروسته ولسمشر اشرف غني د یوه فرمان له مخې په مرحله وار ډول د بندیانو خوشي کولو اعلان وکړ.
د فرمان له مخې، په لومړي پړاو کې به د طالبانو ۳۵۰۰ بندیان خوشي کېږي او بیا سولې ته د طالبانو له ژمنتیا او اوربند سره به نور هم خوشي شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن