د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت لوی ریاست پلاوي د لغمان ولایت امنیتي وضعیت و ارزاوه

د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت لوی ریاست پلاوي د لغمان ولایت امنیتي وضعیت و ارزاوه

May 31, 2020 - 17:36

جلال اباد ( پژواک، ۱۱ غبرګولی ۹۹) : د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال او د ملي امنیت ولایتي مرستیال د لغمان والي په شتون کې ددې ولایت امنیتي ارزونې سربېره مهترلام ښار لپاره د دوو امنیتي حوزو د ژر منظورۍ ډاډ ورکړ.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي د غبرګولي په ۱۱مه، پژواک اژانس ته وویل چې د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال سترجنرال عبدالصبور قانع او د ملي امنیت ولایتي مرستیال ډګرجنرال عبادالله عباد نن مهترلام ته سفر وکړ، له والي او نورو ځایی ملکي اونظامي مسوولینوسره یې ولیدل. 

د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین ستر جنرال عبدالصبور قانع دې ولایت ته د خپل سفر موخې په اړه هر اړخیز معلومات د لغمان والي سره شریک کړل.

نوموړي زیاته کړه، غواړي ددې ولایت مرکز او ولسوالیو په کچه امنیتي ارزونه، ستونزې، وړاندیزونه، پيشنهادونه او هغه ټولې کړنې چې د لا ډاډمن امنیت په موخه په ولایتي او مرکزي کچه ترسره شوي ، له نږدې بحث او تصامیم ونیسي.

قانع دغه راز د امنیتي ادارو ترمنځ د هماهنګۍ،دښمن ځپل، د امنیتي کمبربندونو پراخوالي او ګنو نورو برخو کې د لغمان والي هڅې وستایلې او ددغې چارې د لا پیاوړتیا غوښتنه یې وکړه.

په ورته مهال د لغمان والي محمد اصف ننګ دغه راز د کورنیو چارو وزارت له امنیتي معین او د ملي امنیت ولایتي مرستیال څخه مننه وکړه چې د امنیتي ارزونې او ګڼو موضوعاتو په اړه یې دې ولایت ته کاري سفر وکړ.

نوموړي زیاته کړه، په دې ولایت کې د امنیتي ځواکونو په هڅواو د خلکو په همکارۍ امنیتي کمربندونه خورا پراخه شوي او له تېرو دوو کلونو راهیسې د وسله والو طالبانو د سلګونه شومو موخو مخنیوی شوی او ګڼ شمېریې نیول شوي یا وژل شوي دي. نوموړي د امنیتي ارګانونو ترمنځ د ښې همغږۍ شتون هغه څه یاد کړل چې هر وخت دښمن ځپل شوی او هیڅ د سر پورته کېدلو توان نه لري.

ننګ د کورنیو چارو وزارت له امنیتي معین ته یادونه وکړه که څه هم د مهترلام ښار لپاره د پولیسو دوو امنیتي حوزو د ورکړې یادونه له پخوا په تعقیب کې ده،خو که هرڅومره ژر وشي د ښار او مرکز په کچه به ورسره په امنیت کې مخته تګ شوی وي.

هغه د لا ډاډمن امنیت په موخه په ګڼو نورو برخو کې هم د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین او د ملي امنیت مرستیال سره وړاندیزونه شریک کړل.

د ولایتي شورا رئیس عتیق الله عبدالرحیمزي هم د امنیتي ځواکونو لا اکمال، پرسونل د پوره کېدو غوښتنه او د ښار لپاره د دوو امنیتي حوزو د ژر منظورۍ غوښتنه وکړه.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین ستر جنرال عبدالصبور قانع د لغمان والي او نورو مسوولینو وړاندیزونه او غوښتنو د حل په برخه کې بشپړ ډاډ ورکړ.

نوموړي وویل، مرکز کابل ته له تګ سره سم به هڅه وکړي چې څومره ژر کېدای شي مهترلام ښار لپاره د پولیسو د دوو امنیتي حوزو مسله حل کړي.

جنرال قانع  زیاته کړه چې دلغمان ولایت امنیت مرکزي ادارې ته ځانګړی ارزښت لري او په دغه برخه کې به یاداشت شویو ټولو وړاندیزونو او ستونزو ته رسېدنه وکړي.

دغه لوړپوړي امنیتي پلاوي په داسې حال کې سفر کړی چې تېره میاشت کې د وسله والو مخالفینو په یوه برید کې د ملي اردو ۲۵ سرتېري وژل شوي وو .

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan