میدان ښار (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۹۹): د میدان وردګو مرکز کې ځیني اعتراض کوونکي وایي چې د دغه ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو د ډي سي ټوپ برید کې درې ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د سیمې خلکو د اعتراض په توګه د یادو کسانو مړي نن د دغه ولایت مرکز میدان ښار ته راوړي وو.
یوه اعتراض کوونکي رازمحمد چې د نورو په استازیتوب یې له پژواک خبري اژانس سره خبرې کولې، وویل چې نن له غرمې مخکې لس نیمې بجې د دغه ولایت د نرخ ولسوالۍ په چغرې سیمه کې د دولتي ځواکونو له خوا توغولي ډي سي توپونه په درېیو کورونو کې ولګېدل.
هغه وویل چې د دغو توپونو لګېدو له امله د سیمې د یوه اوسېدونکي خان محمد د کور درې ماشومان وژل شوي او یوه ماشومه ټپي ده.
دی وایي، دغه راز په بل کور کې د خان محمد د ورور لعل محمد دوه زامن چې هغه هم ماشومان دي، ټپیان شوي دي.
رازمحمد وویل چې درېیم توپ د ولي په نوم یوه کس په کور کې لګېدلی او یو ماشوم یې ټپي کړی دی.
د ده په وینا، دغه توپونه په داسې حال کې توغول شوي چې په سیمه کې جګړه هم نه وه.
یو بل لاریونوال نعمت الله د رازمحمد خبرې تایید کړې او زیاته یې کړه چې د تېرې روژې په میاشت کې هم د خلکو په کورونو کې توپونه لګېدلي او وایي چې باید نور پر ملکي سیمو او خلکو د بریدونو مخه ونیول شي.
خو د میدان وردګو د امنیې قوماندانۍ ویاند حاجي محمد هوفیاني وایي چې په یاده سیمه کې جګړه وه او د جګړې پر مهال څلور ملکي کسان وژل شوي دي.
د هغه خبره چې د ټپیانو په اړه معلومات نه لري.
دی وایي، له څېړنو وروسته به څرګنده شي چې یاد کسان د کوم لوري پر ډزو وژل شوي دي.
د میدان وردګو ولایت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې امنیتي ځواکونو نن په چغره سیمه کې د ماین پر شنډولو بوخت وو چې وسله والو مخالفینو پرې برید وکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن