ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرونا ویروس امریکا، برازیل او روسیه ډېر ځپلي دي

د کرونا ویروس امریکا، برازیل او روسیه ډېر ځپلي دي

author avatar
1 Jun 2020 - 10:24
د کرونا ویروس امریکا، برازیل او روسیه ډېر ځپلي دي
author avatar
1 Jun 2020 - 10:24

کابل (پژواک، ۱۲  غبرګولی ۹۹) : د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس تر ټولو زیات امریکا، برازیل او روسیه ځپلي،  ناروغان او مړي یې له نورو هېوادونو زیات دي.

د کرونا ويروس چې شاوخوا پنځه میاشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو او سیمو کې خپور شوى دى.

په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په اروپا او امريکا کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې  د کرونا ناروغانو شمېره  شپږ میلیون او ۲۷۰ زرو ته رسېدلې.

دغې سرچینې زیاته کړې چې شاوخوا دوه میلیونه او ۸۵۰ زره  نور کسان چې پر دې ناروغۍ اخته وو چې بېرته روغ شوي دي.

د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې ۳۷۴ زره کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې دغه ویروس تر ټولو زیات امریکا ځپلې، هلته پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېره یو میلیون او ۸۳۰ زرو  څخه اوښتې او ۱۰۶ زره کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

تر امریکا وروسته برازیل له کرونا ډېره ځپل شوې، هلته  ۵۱۵  زره کسان پرې اخته او ۲۹ زره مړه شوي دي، دغه راز روسیه په دریېم مقام کې ده، هلته ۴۰۵ زره کسان پرې اخته ، خو  یواځې څلور زره او ۶۰۰ کسان مړه شوي دي.

تر یادو هېوادونو وروسته هسپانیه ، بریتانیا، ایټالیا، هندوستان فرانسه، جرمني او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېره ډېره ده.

په افغانستان کې هم دا ویروس په تیزۍ سره د خپرېدو په حال کې دی، تر اوسه شاوخوا ۱۶ زره پرې اخته، ۲۶۰ مړه او ۱۳۲۰  تنه بېرته روغ شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.