ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږ کال فراه کې د هندواڼو حاصلات شپږ سلنه ډېروالی ښیي

سږ کال فراه کې د هندواڼو حاصلات شپږ سلنه ډېروالی ښیي

author avatar
1 Jun 2020 - 15:10
سږ کال فراه کې د هندواڼو حاصلات شپږ سلنه ډېروالی ښیي
author avatar
1 Jun 2020 - 15:10

کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۹۹): د کرنې وزارت وایي، د وړاندوینو له مخې سږ کال فراه کې د هندواڼو د حاصلاتو کچه نږدې ۶۹۰ مټریک ټنو ته رسېږي.

د یاد وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېر کال په فراه کې پر ۱۸زره ۴۷ هکتاره ځمکه هندواڼې کرل شوې وې چې ترې ۶۵۰زره ۲۶۸ مټریک ټنه هندواڼې حاصل ترلاسه شو خو سږ کال به دغه رقم ۶۸۹زره ۴۰۰ مټریک ټنه ته ورسېږي.

د خبرپاڼې له مخې، سږ کال فراه کې تر ۱۹زره هکټاره پر ډېره ځمکه هندواڼې کرل شوې دي.

سرچینه کاږي، پشت رود، خاک سفید، بالابلوک، بکوا، شیب کوه، پشت کوه ولسوالۍ تو د مرکز د څنډو کلي هغه سیمې دي چې په کې ډېرې هندواڼې کرل شوې دي.

خبرپاڼه کې د فراه د کرنې د رییس عبدالمنان متین له نقله ویل شوي: "د دغه محصول د کښت ساحې پراخوالي ته په کتو، د تېر کال په پرتله به شپږ سلنه ډېروالی ولري."

د فراه د کرنې رییس وایي، چې د هندواڼو پر وخت پلور او له ضایع کېدو د مخنیوي لپاره یې ځانګړي تدابیر نیولي دي.

هغه زیاته کړه: "د هندواڼو کرونکو اتحادیې جوړول، د حاصل ټولولو فصل کې پر وارداتي محصول د مالیاتي تعرفې لوړولو او ارزونې کمېټې جوړول له هغو تدابیرو دي چې سږ کال د هندواڼو له ضایع کېدو د مخنیوي لپاره تر لاس لاندې نیول شوي دي."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.