ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د هوټلونو مالکان د بيا فعاليت اجازه غواړي

ننګرهار کې د هوټلونو مالکان د بيا فعاليت اجازه غواړي

author avatar
1 Jun 2020 - 16:22
ننګرهار کې د هوټلونو مالکان د بيا فعاليت اجازه غواړي
author avatar
1 Jun 2020 - 16:22

جلال اباد (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۹۹): په ننګرهار کې د هوټلونو او جوس پلورنځيو مالکان وايي، د قرنطين په وجه يې د کار بندېدو له امله شاوخوا لس زره کسان بې روزګاره شوي او دوی ته دې اجازه ورکړل شي چې بېرته خپل کارونه پيل کړي.

دوی وايي، حاضر دي چې ټولې روغتيايي لارښوونې عملي او د خوراک لپاره له يو ځل مصرف لوښو هم کار واخلي خو لږ تر لږه دې د نورو سوداګرو او هټيوالو په څېر دوی ته هم اجازه ورکړل شي.

د هوټلونو سلګونه مالکان او کاريګر د غبرګولي په ۱۲مه جلال اباد ښار کې راټول شوي وو، غوښتنه يې وکړه چې نور دې ترې محدوديتونه لرې کړای شي.

د جلال اباد ښار د هوټلونو د ټولنې مشر فضل محمد زاخېل وويل، د جلال اباد ښار له قرنطين سره سم دوی خپل هوټلونه او جوس پلورنځي تړلي چې له امله يې شاوخوا لس زره کسان بې روزګاره شوي دي.

دی وايي، د کارځايونو د تړل کېدو له امله له نورو زيانونو سربېره د دولت د ماليې، د دوکانونو د کرايې او برېښنا بلونو څخه هم پوروړي دي چې حکومت دې ورته د دې پيسو د معاف کولو برخه کې هم همکاري وکړي.

هغه زياته کړه: ((موږ دولت ته دا پېشنهاد دی چې مکمل دغه لس زره کوره په نظر کې ونيسي، ننګرهار کې ۹۴ صنفه فعاليت کوي چې ۹۰ ته يې د کار اجازه ورکړل شوې، خو موږ څلور صنفه چې هوټليان، چپلي کباب وال، جوس فروشان او شيدو وال دې څلور صنفو ته دا مرض راغلی؟)

د هوټلونو د اتحاديې مشر ډاډ ورکوي که د فعاليت اجازه ورکړل شي نو دوی حاضر دي چې د کرونا ناروغۍ د مخنيوي لپاره ټولې روغتيايي لارښوونې تطبيق کړي، خو که اجازه ور نه کړل شي، نو د بې روزګارۍ او پورونو له امله مجبوريږي چې خپلو کارځايونو او ځانونو ته اور واچوي.

جلال اباد ښار کې د جوس پلورنځي لرونکی جهانزيب وايي، دوی ته يوازې د يوې مياشتې لپاره د قرنطين ويل شوي ، خو اوس يې ټولو کاروبارونو ته اجازه ورکړې او يوازې همدا څلور صنفه پاتې دي چې اجازه نه ورکول کېږي.

هوټل لرونکو او جوس پلورونکو ګواښ وکړ که ورته د فعاليت اجازه ورنه کړل شي نو دوی به په پراخو مظاهرو لاس پورې کړي چې عواقب به يې په دولت او ځانګړي توګه ننګرهار ولايتي ادارې پورې اړه ولري.

په ننګرهار کې د کسبګرو او هټيوالو د خونې مشرعزيز الرحمن عرب هم وايي چې هوټلونه او جوس پلورونکي له تېرو درېيو مياشتو راهيسې تړل شوي اوس چې نورو هټيوالو او صنفونو ته د فعاليت اجازه ورکړل شوې، ولايتي اداره دوی ته هم بايد اجازه ورکړي چې خپل کارونه پيل کړي.

خو د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل، د خوراک د لوښو د ګډ استعمال له امله د کرونا د انتقال وېره ډېره موجود ده، نو ځکه هوټلونو ته اجازه نه ورکول کېږي چې کارونه پيل کړي.

هغه زياته کړه: ((د کرونا د مخنيوي کمطسيون پرېکړه دا ده که هوټلونو ته اجازه ورکول کېږي نو له نورو ولايتونو څخه به هم دلته خلکو ته د راتګ زمينه برابره شي او د خوراک لپاره د ګډو لوښو استعمال هم د کرونا د انتشار لامل دی، نو ځکه تر بلې پرېکړې پورې دوی ته اجازه نه ورکول کېږي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.