ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په امریکا کې له تاوتریخوالي ډک لاریونونه روان دي او سلګونه کسان نیول شوي

په امریکا کې له تاوتریخوالي ډک لاریونونه روان دي او سلګونه کسان نیول شوي

author avatar
1 Jun 2020 - 10:16
په امریکا کې له تاوتریخوالي ډک لاریونونه روان دي او سلګونه کسان نیول شوي
author avatar
1 Jun 2020 - 10:16

کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۹۹) : د پولیسو له خوا د یوه تور پوستي امریکایي تر وژلو وروسته د امریکا په سترو ښارونو کې له تاوتریخوالي ډک لاریونونه روان دي او پولیسو سلګونه لاریون کوونکي نیولي دي.

دا لاریونونه وروسته له هغه پیل شول چې پولیسو په میناپولي ښار کې یو تور پوستی امریکایي د نشه یی توکو د ساتلو په تور ونیوه، هغه یې څملولو او تر هغه یې زنګون د هغه پر څټ ایښی و، ترڅو یې چې ساه ووتله.

دغه صحنه ټوله ویډیو شوې او کله چې په ټولنیزو شبکو کې خپره شوه، نو د امریکا په ګڼ شمېر ایالتونو اوسترو ښارونو کې له تاوتریخوالي ډک پراخه لاریونونه پیل شول.

د وروستیو راپورونو له مخې، په واشنګټن ښار کې پر ګرځېدو بندیز وروسته له هغه ولګول شو، چې پارېدلي لاریون کوونکي د سپینې ماڼې مخې ته ورسېدل.

راپورونه وایي چې لاریون کوونکو په ګڼ شمېر ښارونو کې د پولیسو حوزې، نظامي موټرو او سترو مارکېټونو او مغازو ته اور اچولی او سوځولي یې دي.

د امریکا په زیات شمېر ایالتونو کې د تاوتریخوالي، لوټمارۍ او نا ارامیو د درولو په خاطر بندیزونه لګول شوي او د ملي ګارد ځواکونه ګومارل شوي چې حالت کنټرول کړي.

تېره شپه پولیسو د اعتراض کوونکو د خواره واره کولو لپاره له اوښکو بهونکي ګاز او له ربړي مرمیو څخه کار واخیست چې یو شمېر مظاهره کوونکي او خبریالان یې ژوبل کړل.

د اسوشیتدپرس د راپور له مخې، د پنجشنبې له ورځې راهیسې د امریکا په ۱۷ ایالتونو کې شاوخوا ۱۳۸۳ تنه نیول شوي دي. ښایي د توقیف شویو کسانو شمېر له دې هم زیات وي، ځکه لاریونونه لا هم روان دي.

بلخوا امریکایي چارواکو د تورن پولیس د نیولو خبر ورکړی، خو د یاد پولیس مېرمنې محکمې ته عریضه کړې چې له خپل قاتل میړه څخه طلاق غواړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.