ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډېر ژر به په ځانګړو شرایطو افغانستان ته بهرنۍ الوتنې پیل شي

ډېر ژر به په ځانګړو شرایطو افغانستان ته بهرنۍ الوتنې پیل شي

author avatar
1 Jun 2020 - 16:11
ډېر ژر به په ځانګړو شرایطو افغانستان ته بهرنۍ الوتنې پیل شي
author avatar
1 Jun 2020 - 16:11

کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۹۹) : د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره وایي چې ډېر ژر به په ځانګړو شرایطو افغانستان ته بهرنۍ ته الوتنې پیل شي.

د افغانستان او نړیوالې الوتنې له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه د افغانستان او نورو هېوادونو له خوا بندې شوې دي.

د ملکي هوایي چلند ادارې مشر ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده یاده څرګندونې نن ددې ادارې د پلان او پالیسۍ د مرستیال په توګه د امانزیب انصاري او د کابل د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د عمومي رییس په توګه د جنرال سید عمر صبور د معرفي کېدو په مراسمو کې وکړې.

هغه د ملکي هوانوردۍ پر معیاري کېدو ټینګار وکړ او ویې ویل چې په نړیوالو معیارونو یې برابرول د دوی بنسټیز هدفونه دي .

د وفایي زاده په وینا، څو پورې چې د اروپایي ټولنې له تور لېست څخه ونه وځي او په دې برخه کې له ایکا نړیوال سازمان څخه سند ترلاسه نه شي، د افغانستان د هوایي چلند په برخو کې پرمختګ ناشونی دی.

ده زیاته کړه چې د نړیوالو میعارونو سندونه ترلاسه کول مهم دي او که چېرې د ۲۰۲۰ کال ترپایه پورې د کابل د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر چې د  افغانستان ۷۰ سلنه الوتنې ترې ترسره کیږي، سرټیفای نه شي ، امکان لري نړیوالې الوتنې ترې محدودې شي.

د هوایي چلند ملکي ادارې مشر وویل چې د کرونا ویروس له امله ددغې ادارې په عایداتو کې شاوخوا درې میلیارده افغانۍ کمښت راغلی او زیان یې کړی دی.

خو نوموړي وویل چې ډېر ژر به کابل ته بهرنۍ الوتنې د ځانګړو شرایطو او روغتیایي لارښوونې په پام کې نیولو سره سم پیل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.