ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د هرات په سل بستریززېږنتون کې د کرونا له امله د ناورین رامنځته کېدو وېره شته”

“د هرات په سل بستریززېږنتون کې د کرونا له امله د ناورین رامنځته کېدو وېره شته”

author avatar
1 Jun 2020 - 15:49
“د هرات په سل بستریززېږنتون کې د کرونا له امله د ناورین رامنځته کېدو وېره شته”
author avatar
1 Jun 2020 - 15:49

هرات (پژواک، ۱۲غبرګولی ۹۹): د هرات زېږنتون مسوولین وایي چې په دغه زېږنتون کې اوس مهال ۱۲ ډاکټران او قابلې په کرونا ناروغۍ اخته او قرنطین دي او شاخوا ۴۰ سلنه نور روغتیایي کارکوونکي ددغې ناروغۍ علایم لري.

د هرات ولایت د  سل بستریزه زېږنتون رئیسې سعیده سعید پژواک خبري اژانس ته وویل، چې په دغه روغتون کې ۱۷۰ متخصص  ډاکټران، نرسان او مرستندویه کارکونکي کار کوي چې له دغه شمېر څخه ۱۲ قابلې او ډاکټران په کرونا اخته او ۴۰ سلنه نور یې د کرونا ناروغۍ نښې لري.

سعید وویل، که چېرته ددغه زېږنتون د روغتیایي کارکوونکو د معاینې پایلې مثبتې ثابتې شي نو بدیل ځای نه لري او کېدلی شي  ناورین را منځ ته کړي.

د هرات ولایت د زېږنتون رئیسې وویل، هر ورځ په دغه روغتون کې شاوخوا ۱۵۰ ناروغې میندې ماشومان زېږوي.

هغې وویل:« شاوخوا ۱۲ تنه زموږ کارکوونکي د قابلو او ډاکټرانو په ګډون قرنطین دي، ۲۰ قابلې او ۱۳ ډاکټران هم د کرونا ناروغۍ علایم لري، لکه څرنګه چې لېدل کیږي ددغې ناروغۍ علایم زیات دي او د روغتیایي کارکوونکو په منځ کې یو وحشت جوړ شوی دی.»

سعید ددغه ناروین د رامنځته کېدو لامل د کرونا په مقابل کې د خلکو بی پروایي ګڼي او وایي، خلکو په اختر کې په پراخه کچه په ګڼو ګوڼو کې ګډون وکړ.

هغې ټینګار وکړ چې اوس مهال ډېرې کورنۍ په هرات کې په کرونا ناروغۍ اخته دي، خو په ویلو یې شرمیږي.

هغې ګواښ وکړ چې که خلک همداسې بی پروایي وکړي روغتیایي برخه او په خاص ډول د هرات ولایت زېږنتون کارکوونکي به د میندو له درمنلې څخه عاجزشي.

په همدې حال کې د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شېرزی هم وایي، چې ددغه ولایت د زېږنتون له روغتیایي کاکوونکو څخه د سمپلونو اخيستنې بهیر پیل شوی دی.

هغه وویل:« موږ هم تېره ورځ خبر ترلاسه کړ چې د هرات ولایت د سل بستزیزه زېږنتون کارکوونکي د کرونا ناروغۍ علایم لري، موږ یو ټیم ګومارلی ترڅو هغه کسان چې علایم لري سمپلونه ترې واخېستل شي، اوس له ۲۰-۳۰ کسانو څخه سمپلونه اخېستل شوي او پایلې به یې وروسته اعلان شي.»

د هرات ولایت د سل بستریزه زېږنتون رئیسې دغه ګواښ په داسې حال کې دی چې درې ورځې مخکې په دغه زېږنتون کې په کرونا ناروغۍ یو اخته ماشوم زېږېدلی و.

همدارنګه د عامې روغتیا وزارت څو ځله د کرونا ناورین د رامنځ ته کېدو له امله ګواښ کړی او ویلي یې دي چې ډېر روغتیایي کارکوونکي په کرونا اخته شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.