د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کرونا له امله د مړه شوو شمېر تر هغه ډېر دی چې وزارت یې اعلانوي

د کرونا له امله د مړه شوو شمېر تر هغه ډېر دی چې وزارت یې اعلانوي

Jun 01, 2020 - 17:13

کابل (پژواک، ۱۲غبرګولی۹۹):پژواک کابل کې د یکشبنې په ورځ د ۱۹ کسانو د مړینې خبرتیاوې موندلي، چې د څلورو د مړینې لامل کرونا ښودل شوی، خو عامې روغتیا وزات وایي، تېره ورځ یو کس کرونا مړ کړی دی.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان کې تر ننه ۱۵۷۵۰ کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي او له دې ډلې ۲۶۵ مړه شوي او ۱۴۲۸نور بیا بېرته روغ شوي دي.

پژواک خبري اژانس تېره ورځ پر فېسبوکپاڼو د ۱۹ کسانو د مړینې خبرتیاوې تر لاسه کړي، خو له دې کسانو د څلورو په اړه لیکل شوي چې د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي او د پاتې نورو د مړینې لامل نه دی څرګند.

دا په داسې حال کې ده چې کېدای شي په یادو ۱۹ کسانو کې ځینې نور هم د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي وي.

د مړینو د اعلانانو له مخې، د یادو ۱۹ کسانو مړي د کابل ښار په کمپنۍ، نادرخان تپه، احمدشاه بابا مېنه، هوتخېلو، چهلستون او نورو بېلابېلو سیمو کې خاورو ته سپارل شوي دي.

له دې چې عامې روغتیا وزارت وایي، تېره روځ یواځې یو کس د کرونا ناروغۍ له امله کابل کې مړ شوی، ښکاري چې له دغې ناروغۍ د مړو شویو کسانو شمېر تر هغو ډېر دی چې دغه وزارت یې اعلانوي. 

خو د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند توحید شکوهمند پژواک خبري اژانس ته وویل:« امکان لري چې ځینې کسان کابل ښار او نور ځایونو کې د کرونا ناروغۍ له امله ومري، خو ترڅو یې چې موږ سمپل و نه لرو او عامې روغتیا وزارت کې ثبت نه وي، موږ یې د ارقامو په لېست کې نشو اضافه کولی.»

پژواک هڅه وکړه چې په طبیعي مرګ د مړیو شویو کسانو د تېرې ورځې شمېر ترلاسه کړي، خو د احصایې مرکزي اداره وایي چې دوی د مړیو شمېر په میاشت کې یو ځل خپروي.

 دا په داسې حال کې ده چې ډېر مړه شوي کسان له یادې ادارې سره نه ثبت کیږي. 

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan